ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګو و ژغورل شو

په هرات کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګو و ژغورل شو

author avatar
14 Mar 2019 - 18:01
په هرات کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګو و ژغورل شو
author avatar
14 Mar 2019 - 18:01

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د هرات د پولیسو ویاند وايي، د یاد ولایت پولیسو د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو دوه کلن تښتول شوی ماشوم ژغورلی او د قضیې په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد وليزاده وویل، پولیس توانېدلي چې یاد ماشوم نن د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ په کارته ګلخانه سیمه کې له تښتوونکو څخه وژغوري.

وليزاده زیاته کړه، د دې پېښې دوه اصلي عاملین «یوه ښځه او د هغې خاوند» نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دې پېښې د تړاو په تور نیول شوې ښځې له څه مودې راهیسې د تښتول شوي ماشوم په سیمه کې ژوند کاوه او مرسته یې ټولوله.

ولیزده وویل، نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې انسان تښتوونکو د کب په ۱۹ مه د کابل ښار د ۱۱ مې ناحیې څخه یوه شپږکلنه ماشومه تښتولې وه او د ماشومې د کورنیو له خوا یې د پیسو د نه تر لاسه کېدو پر مهال وژلې وه.

ولسشمر غني اړوند ارګانونو ته امر کړی چې د یادې ماشومې د اختطاف او وژنې قضیه په جدي توګه و څېړي او عاملانو ته یې  د نافذه قوانینو مطابق جزا ورکړي.

دغه راز د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي له امنیتي او کشفي ارګانونو و غوښتل چې یاده قضیه ژر بشپړه او څارنوالۍ ته ولېږي.

 نوموړي وویل: ((دا ډول پېښې د منلو وړ نه دي او زموږ په کلتور کې ځای نه لري، د عدالت لاس اوږد او قوي دی او جنایت د منلو وړ نه دی.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.