ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د بلخ نوى امنيه قومندان تر درې ساعته نښتې وروسته معرفي شو

​د بلخ نوى امنيه قومندان تر درې ساعته نښتې وروسته معرفي شو

author avatar
14 Mar 2019 - 19:36
​د بلخ نوى امنيه قومندان تر درې ساعته نښتې وروسته معرفي شو
author avatar
14 Mar 2019 - 19:36

مزارشريف (پژواک ٢٣ کب ٩٧): د بلخ نوى امنيه قومندان د پوليسو او عطامحمد نور د وسله والو ترمنځ تر درې ساعته نښتې وروسته معرفي شو او په دې نښتو کې ١٨ تنه ټپيان شوي دي.

د بلخ ولايت د نوي امنيه قوماندان جنرال عبدالرقيب مبارز د معرفي کولو پر سر نن تر ماسپښين وروسته دوه بجې د هېواد د امنيتي ځواکونو او عطاء محمد نور د وسله والو ترمنځ نښته وشوه، خو له دې نښتو سره سره چې تر مازيګره يې دوام وکړ، نوى امنيه قومندان معرفي شو.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين خوشحال سادات ويلي، د بلخ نوی امنیه قومندان جنرال عبدالرقیب مبارز معرفي شو.

ده زياته کړې: "د پولیسو ځانګړو قطعاتو، پولیسو او اردو له منسوبینو مننه چې د دولت د قوت څرګندونه یې وکړه او د جلالتماب جمهور رئيس حکم یې بې له ځن‌‌‌‌‌‌ډه پلي کړ. د ولس له پراخ ملاتړ هم مننه. په خپلو ځواکونو باور ولرئ."

نوي امنيه قومندان مبارز هم له معرفي کېدو وروسته نن ناوخته د بلخ خلکو ته په خطاب کې وويل: "کومه ستونزه چې پيدا شوې وه، حل شوه، هيڅ ډول تشويش نشته، ټول ښاريان په ارامه فضا او ازادانه ډول تګ راتګ کولاى شئ، ډاډ درکوم چې هيڅ ډول ننګونه او امنيتي ستونزه نشته، خلک له موږ سره دي، موږ راغلي چې تاسو ته ښه امنيت برابر کړو."

د هغه په خبره، هر هغه څوک به وځپي چې د مرکزي حکومت پر وړاندې بغاوت کوي.

له بلې خوا د مزارشريف له نننۍ جګړې څخه د دغه ولايت ملکي روغتون ته ۱۸ تنه ټپيان ور وړل شوي، چې ۱۰ تنه يې نظاميان دي.

د بلخ حوزوي روغتون سرطبيب نورمحمد فیض پژواک ته وويل، چې په ټپيانو کې يوه مېرمن هم شامله ده او د درې تنو وضعيت نازک دی.

له بلې خوا په بلخ کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو څخه په خپره اعلاميه کې راغلي چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه پر ښار بشپړ تسلط لري او هيڅ ډول تشويش دې څوک نه لري.

سرچينه کاږي، د ښار کنټرول د ملي اردو د منسوبينو په واک کې دى، هيچاته اجازه نه ورکوي چې د عامه نظم او امن اخلال کړي او خلک دې خپل ارامه ژوند ته دوام ورکړي.

دغه راز دې قول اردو ويلي چې په مزارشريف کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ هيڅ تقابل نه دى رامنځ ته شوې، بلکې د امنيتي ځواکونو په مقابل کې وسله وال کسان وو چې خوشخبتانه کړکېچ ختم شو او وسله والې ملېشې ونيول شوې او بې وسلې شوې.

سرچينه زياتوي: "خلک دې ډاډه اوسي، امنيتي ځواکونه ستاسو د امنيت او سوکالۍ په خاطر دي او د هغو نامسوولو وسله والو پر ضد چې د ښار حالت ګډوډوي، قانوني چلند به ورسره وکړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.