جلال اباد (پژواک ۲۳ کب ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې درېيو چاودنو درې کسان ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماښام د شپږو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې درې چاودنې شوي چې درې کسان يې ټپيان کړي دي.
دی وايي، د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند فوټبال لوبغاړي سره نږدې څلورلارې ته څېرمه کشف شويو چاودېدونکو توکو ته امنيتي ځواکونو لومړۍ چاودنه ورکړه.
هغه زياته کړه، همدا راز دويمه چاودنه د يادې سيمې د چوک په ګلدان کې د ايښودل شوي غږيز ماين له امله رامنځته شوې چې درې کسان يې ټپيان کړي دي.
نوموړی دغه راز وايي، درېيمه چاودنه په ياده سيمه کې په ريکشا کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې، چې له وړاندې د ملي امنيت موظفينو له لوري په همدې ځای کې کشف شوي و چې غږ يې لوړ و، خو زيان نه لري.
د والي وياند په ښار کې د هوايي ډزو په اړه وويل: ((هوايي ډزې له چاودنو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري تر سره شوي او کوم د اندېښنې وړ خبره نشته.))
د چاودنو مسووليت چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن