د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سینما په اړه منفي لید او د دې برخې د مینه والو کمښت دغه صنعت له سقوط سره مخ کړى

د سینما په اړه منفي لید او د دې برخې د مینه والو کمښت دغه صنعت له سقوط سره مخ کړى

Mar 14, 2019 - 16:02

 

کابل (پژواک، ٢٣ کب ۹۷):  په کابل کې د څلورو مشهورو سینماوو مسوولین چې درې لسیزې مخکې یې شمېر ۱۸ ته رسېده وايي، د سینما د مینه والو کمښت، د سینما په اړه د منفي لید او د دولت د نه ملاتړ له امله دغه صنعت له سقوط سره مخ دی.

اوس په کابل کې په داسې حال کې د پامیر، اریانا، پارک او خیرخانې سینماګانې فعالیت کوي چې د یادو زیاتره سینماوو ودانۍ تخریب او یا په سوداګریزو مرکزونو، انبارخونو او د کنفرانس پر ځایونو بدلې شوې دي.

د پژواک خبري اژانس خبریال د سیمناوو د اوسني وضعیت، د مینه والو د شمېر، نندارې ته د وړاندې کېدونکو فلمونو د نوعیت او د دې برخې د کارکوونکو د ستونزو د معلومولو لپاره د یادې برخې له مسوولینو، مینه والو او کارپوهانو سره خبرې کړې دي.

د بدخشان له ۳۰ کلن اوسېدونکي احمد حماد سره مې هغه مهال خبرې پیل کړې چې غوښتل یې په اریانا سینما کې د امریکايي فلم لیدو ته کېني.

د سینما دغه مینه وال پژواک خبري اژانس ته وویل: ((هر کله چې له بدخشانه کابل ته راځم، څو ځلې په سینما کې د فلم لیدو ته راځم.))

احمد حماد چې د امریکايي او افغاني فلمونو له کتلو سره زیاته مینه لري، د شادګل فلم څو ځلې کتلی او د افغاني فلمونه له کتلو خوند اخلي او ځیني وخت په سینما کې امریکايي فلمونه هم ګوري.

نوموړي وویل، په سینما کې د فلمونو کتلو زیاتره مینه وال نوي ځوانان دي او باید داسې فلمونه نندارې ته وړاندې شی چې د دوی د انحراف لامل نه شي.

اریانا سینما د کابل ښار په مرکز پل باغ عمومي سیمه کې په ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه په دوه پوړیزه ودانۍ کې جوړه شوې، د مسوولینو په خبره، دغه سینما پر یوه وخت د ۶۰۰ لیدونکو وړتیا لري خو په وروستیو کلونو کې پر یو وخت د فلم لیدونکي تر ۵۰ ډېر نه وي.

که څه هم په دې ودانۍ کې د کورنیو لپاره مناسب ځای هم موجود و. خو سینما ته د کورنیو د نه تلو له امله اوس تش وي.

د اریانا سینما مدیر سید فاروق هیبت پژواک خبري اژانس ته وویل، د اریانا سینما د کابل ښاروالۍ ملکیت دی چې هر کال یې ۳۵ سلنه عایدات کابل ښاروالۍ ته ورکول کېږي.

هیبت د سینما د مینه والو کمښت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل: ((هره ورځ درې وخته فلم نندارې ته ږدو، او په هر وخت کې لیدونکي تر ۳۰ کسانو ډېر نه وي په داسې حال کې چې دغه سینما د ۶۰۰ کسانو ځایولو وړتیا لري.))

د اریانا سینما مدیر په اوسني وضعیت کې په کابل کې د دغه شمېر سينماوو د فعالیت یوازېنۍ موخه په هېواد کې د فرهنګي دروازې خلاص پاتې کېدل وبلل او زیاته یې کړه: ((په هېواد کې د سینما ته تلو فرهنګ له ورکې سره مخ دی.))

هغه د سینما معیاري کول، له دیني، کلتوري او افغاني لارښوونو سره سم د ښوونیزو فلمونو نندارې ته وړاندې کول له دغه وضعیته د وتلو عوامل وبلل.

پامیر سينما هم د هنري فعالیتونو یو مرکز دی چې شاوخوا ۶۰ کاله مخکې یې فعالیت پیل کړی، دغه سینما د هېواد په کچه د لوړې ودانۍ په لومړي پوړ کې چې په سینمای پامیر شهرت لري، موقعیت لري.

د کابل ښار ۲۸ کلن اوسېدونکی پروېز چې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای د فلم لیدو لپاره دې سینما ته راغلی، پژواک ته وویل، پخوا سینماګانې د لوبو، د ستړیا لرې کېدو او د هغو د مینه والو د زده کړې ځای و، خو اوس وضعیت بشپړ تغیر کړی دی.

هغه وویل، اوس زیاتره هغه کسان چې سینما ته راځي، روغ کسان نه دي، چرس دودوي، بد الفاظ کاروي او د دوی د دې ډول کړنو له امله سینما ته د راتلونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې کمېږي.

د پامير سینما مسوولین له ۱۳۸۰ کال مخکې د خپلو فعالیتونو په اړه وايي، زیاتره وخت به یې مراجعین دومره زیات وو چې د صالون په لاره کې به يې ورته څوکۍ اېښودې او ځيني وخت مجبور کېدل چې د درې وخته پر ځای څلور وخته فلمونه نندارې ته وړاندې کړي.

د پامير سینما مدیر نوراغا نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ درې وخته فلمونه نندارې ته وړاندې کوي، که څه هم د کورنیو لپاره مناسب ځای او لازمې اسانتیاوې لري خو له بده مرغه اوس په هر ټایم کې له ۳۰ تر ۴۰ کسان راځي.

نوري د سینما د مینه والو کمېدو لامل منفي لید او په هېواد کې شته نا امني یاده کړه او ویې ویل: ((له ۳۰ ډېر کلونه کېږي چې د کابل ښار په بېلابېلو سینماوو کې کار کوم، په یاد لرم چې د کابل ښار اوسېدونکو او کورنیو به یوه ورځ مخکې د فلم کتلو لپاره ټکټ اخیست، مجبور وو چې یو فلم څو ځلې نندارې ته وړاندې کړو.))

په داسې حال کې چې د سینما مسوولینو مخکې کلونه په کابل کې د دوی فعالیتونه د خلکو لپاره د تفريح او زده کړو ځای بولي خو اوس په دغو ځایونو کې زیاتره کوڅه ډبي او د سیمې خلک د ځوان نسل د بې لارې کولو لپاره راټولېږي.

که څه هم د سینما کارکوونکي د سینما پر وړاندې دا ډول منفي فکر له حقیقته لري بولي خو سینما ته د تلونکو کسانو نظرونه او د پژواک د خبریال د سترګو لیدلی حال بیا پورته نظر تاییدوي.

بلخوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي او پلرونه په سینماوو کې د بهرنیو فلمونه نندارې د وړاندې کولو له امله اندېښمن دي.

د حاجي مراد په نوم د کابل ښار د کارته نو سیمې ۶۰ کلن اسېدونکی وايي چې د ځوانۍ پر مهال به هره اوونۍ درې یا څلور ځلې سینما ته تلل.

دی وايي، هغه مهال سینما ته د تلو موخه د ستړیا لرې کول او تفریح وه چی دی به له څو ملګرو او ځيني وخت به له خپلې کورنۍ سره سینما ته تلل او د فلم له کتلو یې خوند اخیست.

دی وايي، اوس سینماوو خپل مخکني مینه وال له لاسه ورکړي او ویل کېږي چې ځوانان د فلم د لیدو پر ځای بې لارې او بد اخلاقه کېږي.

خو د افغان فلم ریاست مسوولان چې په کابل کې د سینما د کنټرول مسوولیت پر غاړه لري، خلکو ته ډاډ ورکوي چې دغه اداره تل د سینماوو فعالیتونه کنټرولوي.

د افغان فلم د ارزونې او تورید برخې عمومي مدیر عبدالولي تلاش پژواک خبري پژواک ته ویل، وروسته له هغه چې سینما له خلکو یا سرچینو سره د فلم جوړونې کلني تړونونه لاسلیک کوي، د نوي افغاني، هندي، امریکايي، اروپايي فلمونو د تړون طرف له اخیستو وروسته د افغان فلم ریاست ته ورکوي او د دې ادارې له تایید وروسته د نشر اجازه لري.

سرچینې زیاته کړه: ((موږ په سینما کې د هغو فلمونو نندارې ته د وړاندې کولو اجازه ورکوو چې له دین، فرهنګ او افغاني رواجونو سره په ټکر کې نه وي او زیاتره ښوونیز او تفریحي بڼه ولري.))

تلاش وايي، که څه هم له دې مخکې د فلم تړون د فلم له سوداګرو سره لاسلیک کېدو خو ټاکل شوې چې له دې وروسته به د کابل ښاروالۍ په مرسته د فلم د جوړېدو او په سینما کې نندارې ته د وړاندې کېدو چارې د افغان فلم ادارې د ریاست پر غاړه وي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، درې لسیزې مخکې په ټول افغانستان کې ۴۵ سینماوو فعالیت درلود چې له ډلې ۱۸ سینماوو په کابل کې هنري فعالیتونه کول، خو له بده مرغه د نا امنۍ او ګاونډیانو له خوا د فرهنګي برید په ګډون د زیاتو ستونزو له امله د سینما فعالیتونه ډېر کم شول او اوس دغه فعالیتونه یې بي کیفیته او د سینماوو شمېر د ګوتو شمېر شوی دی.

تلاش په دې برخه کې د کابل ښاریانو اندېښنې پر ځای ګڼي او وايي: ((که حکومت جدي توجه ونه کړي، د دې ګوتو په شمطر سیناوو فعالیت به هم په ټپه ودرېږي.))

یادې سرچینې په داخلي جګړو کې د سینماوو د صالونونو تخریب، دغه فرهنګ ته د حکومت د نه پاملرنې، له ښوونیزې او تفریحي فضا څخه د سینما د موخو د تغییر او له سینما بهر فلم ته د خلکو اسانه لاسرسی په هېواد کې د سینما د فعالیت او مینه والو د کمښت لاملونه وبلل.

همدا اوس د درېیو سینماوو (خیرخانه، پارک او اریانا) مسوولیت د کابل ښاروالۍ او د پامیر سینما مسوولیت د افغان فلم پر غاړه دی.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو مدیر عبدالودود نجرابي پژواک خبري اژانس ته وویل، په افغانستان کې له جګړې مخکې د سینما فعالیتونه د پام وړ وو، خو فلم ته د لاسرسي وروستی پرمختګ او په هېواد کې نا امني یې په سینماوو کې د فلم لیدونکو شمېر کم کړی او ویې ویل: ((که په ښار کې کومه چادونه وشي،  څو ورځو کې سینما ته د خلکو د راتلو شمېر کمېږي.))

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي برخې مسوول د یادو سینماوو عایداتو ته په اشاره وویل، کله چې سینما پېرېدونکي ونلري څرګنده ده چې عایدات به یې هم ډېر کم وي.

د نوموړي په خبره، کابل ښاروالي هر کال د سینما له مدرکه له یو میلیون افغانیو کم عایدات لري چې دا اندازه د مخکې کلونو د عایداتو په پرتله په دې سینماوو کې د لسګونه کسانو مصروفیت او د سینما په نوم د سترو دولتي ودانیو مصروفول د اندېښنې وړ دي.

په افغانستان کې سینما له یوې پېړې راهیسې فعالیت پیل کړی او په ۶۰مه لسیزه کې یې تر ټولو زیات مینه وال لرل، خو د دې برخې مینه والو تر یوې لسیزې ډېر دوام ونه کړ او د کابل ښار له ټولو ۲۰ سینماوو زیاتره یې د جګړو له امله ویجاړې شوې او ځینې هم جوړې پاتې دي، یا د کنفرانسونو په خونو او سوداګریزو موادو په انبارخونو تبدیل شوې دي.

د سینما لومړی پروجکتور په ۱۹۲۰ کال کې د وخت د واکدارې کورنۍ له خوا افغانستان ته وارد شو. له دغه پروجکتور څخه یوازې په رسمي مراسمو کې ګټه اخیستل کېده. بهزاد په افغانستان کې لومړنۍ سینما وه او د «عشق او دوستي» په نوم لومړی افغان فلم په ۱۹۲۶ کال کې د رشید لطیف له خوا جوړ شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement