ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ګردېز بالاحصار د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دی”

“د ګردېز بالاحصار د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دی”

author avatar
14 Mar 2019 - 15:51
“د ګردېز بالاحصار د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دی”
author avatar
14 Mar 2019 - 15:51

ګردېز (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): په پکتيا کې د ادب او فرهنګ مينه وال، مدني فعالان او د پوهنتون استادان د ګردېز لرغوني بالاحصار ته د دولت او اړوندو ادارو پر نه پاملرنه کلکه نيوکه کوي او وايي چې د دغه مهم تاريخي ځای بيارغونې ته بايد جدي پاملرنه وشي.

دوی دا خبرې د "تحليل" دفتر له خوا په دغه بالاحصار کې جوړ شوي علمي سيمينار کې وکړې او ويې ويل، د دې لرغونې کلا ځينې برخې ويجاړې شوې او که ساتنې ته يې پام ونه شي، ښايي دېوالونه او برجونه يې هم ونړېږي.

د پکتيا پوهنتون استاد، ليکوال او شاعر اسمعيل لاروی وايي، ګردېز بالاحصار په دې سيمه کې د لرغوني تمدن نښه ده او له پخوانيو راپاتې دا مهمه کلا بايد خوندي وساتل شي.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د بالاحصار ځينې برخې وليدې، زياتره دېوالونه يې شړېدلي او نور هم د نړېدو په حال کې دی، که حکومت ورته پام ونه کړي، نو زموږ دا لرغونې کلا به له تخريب سره مخ، لرغونتوب او تاريخي ارزښت به يې له منځه لاړ شي.))

فرهنګپال فريداحمد تسکين وويل، ګردېز بالاحصار نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې په کچه لرغونې آبده ده چې مهمه تاريخي دوره رانغاړي او بايد پر خپل تاريخي سبک ورغول شي.

د ده په وينا، دا بالاحصار له کورنيو جګړو هم نسبتاً خوندي پاتې شوی، خو که پام ورته ونه شي، نو د دولت او مسوولو ادارو د سترګو پر وړاندې به ويجاړ شي.

نوموړی زياتوي: ((ګردېز بالاحصار د نړۍ په لرغونو اثارو کې حسابېږي، خو دولت او يونسکو هېر کړی دی. اوسمهال د پکتيا ځوانان او فرهنګيان راټول شوي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د دې فرهنګي ابدې د فرهنګي حيثيت ساتلو لپاره هغه بېرته پر خپل پخواني سبک جوړ او د سيلانيانو په مخ خلاص شي.))

د سيمينار تنظيموونکی او د تحليل دفتر مشر داوود تپان وايي، حکومتي مشرانو څو ځلې د دې بالاحصار د رغولو ژمنې کړې، خو تر اوسه د پکتيا له شاوخوا لس تاريخي ابدو څخه يې يوه هم نه ده رغول شوې.

دى وايي، که اړوندې ادارې د ګردېز بالاحصار خونديتوب ته پام ونه کړي، نو فرهنګيان به يې په خپله د رغولو چارې پيل کړي چې د ناسم کار پر مهال به يې پړه د دوی نه، بلکې د مسوولو ادارو پر غاړه وي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((مرکزي حکومت او نړيوالې ادارې په دوامدار ډول دروغجنې وعدې کوي، تر اوسه پورې د فرهنګي ميراثونو د خونديتوب لپاره يو ګام هم نه دی اخيستل شوی.))

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد شفا مشفق وايي، ولسمشر غني شاوخوا لس مياشتې وړاندې دغه ولايت ته په خپل سفر کې ژمنه کړې وه چې ژر به د پنځه ميليونه ډالرو په منظورۍ د دغه بالاحصار د ترميم چارې پيل شي، خو په خبره يې تر اوسه يې عملي کار نه دی پيل شوی.

ده وويل، په پکتيا کې له شته تاريخي اثارو، ابدو او ځايونو په تېرو اتلسو کلونو کې تېر کال يواځې يو زيارت ترميم شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.