ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ته برېښنا وصل شوه

له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ته برېښنا وصل شوه

author avatar
14 Mar 2019 - 17:58
له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ته برېښنا وصل شوه
author avatar
14 Mar 2019 - 17:58

کندهار (پژواک، ۲۳ کب ۹۷): له نږدې درې مياشتو ځنډ وروسته  د هلمند له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ښارونو ته د برېښنا لېږد بېرته پیل شو.

د برېښنا جریان درې میاشتې مخکې په کجکي بند کې د اوبو کچې د ټيټوالي له امله درېدلی و.

د کندهار حوزې د برېښنا رييس امان الله فاروقي پژواک اژانس ته وویل، دا چې له کجکي بند څخه تر کندهار او لښکرګاه ښارونو پورې د سنګین ولسوالۍ په ساحه کې عملیات روان وو او سخت ورښتونه شوي وو، څو ځایه د برېښنا پایو او مزو ته زیان اوښتی و.

هغه زیاته کړه، د برېښنا ریاست تخنیکي ټیمونه له تېرو دوو ورځو راهیسې په ساحه کې دي او تر دې مهاله یې د پایو او مزو د ترمیم ۶۰ سلنه کار بشپړ کړی او د برېښنا لېږد پيل شوی دی.

دی وايي، ګومارل شوي تخنیکي ټیمونه به تر هغه په ساحه کې وي چې د ترمیم چارې بشپړې شي، له همدې امله به د ورځې د کار له امله برېښنا پارچاو وي او د شپې له خوا به وصلېږي.

په اصل کې له کجکي بند څخه د برېښنا لېږد لس ورځې مخکې پیل شوی خو تر پنځلس دقیقو تېرېدو وروسته بېرته پرې شو.

په دې اړه فاروقي وویل، د کجکي د ځينو کلیو اوسېدونکو د ډېرې برېښنا غوښتو په غبرګون کې د برېښنا یوه پایه ویجاړه کړې وه چې وروسته هغوی ته د برېښنا د عادلانه وېش قناعت ورکړل شو.

د ده په خبره، یوه اوونۍ وروسته پایه ترمیم او د برېښنا لېږد پيل شو خو بیا به هم له څو دقیقو وروسته بېرته پرې کېده چې وروسته د کندهار حوزې برېښنا ریاست تصمیم ونیو له یوه تخنیکي ټیم سره ساحې ته لاړ شي او اصلي لامل معلوم کړي.

فاروقي وايي، دا چې پخواني مزي او پایې ډېرې زړې شوې وې په ساحه کې کې تازه د نوو پایو او مزو لګولو چارې بشپړې شوې دي.

ده وویل، د شوي قرارداد له مخې نوي لګول شوې پایې او مزي یو کال ورانټي لري، که د کار کیفیت یې کم وي برېښنا شرکت دغه پروژه نه تسلیموي او اړوند شرکت به شته نیمګړتیاوې پوره کوي.

دی وايي، اوسمهال د کندهار حوزې برېښنا ریاست نوی او زړو لین دواړه ترمیموي او په ازمایښتي بڼه یې په بشپړ مصرف چالانوي که کیفیت یې ښه نه وي او نیمګړتیاوې ولري نو دغه پروژه له اړوند شرکت څخه نه تسلیمېږي.

د یادونې ده چې نږدې یو کال مخکې د امریکا پرمختیايي ادارې د ۴۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۴۰۳ پایو او نوي مزي د غځولو پروژه بشپړه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.