د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نن په کابل کې د هرات د ولسي قیام د قربانیانو په یاد غونډه وشوه

نن په کابل کې د هرات د ولسي قیام د قربانیانو په یاد غونډه وشوه

Mar 14, 2019 - 16:24

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۷): په هرات کې د ١٣٥٧ کال د کب د ٢٤مې ولسي قيام د قربانيانو په ياد نن کابل کې غونډه وشوه او ګډونوالو يې له طالبانو وغوښتل چې د تلپاتې سولې لپاره له حکومت سره خبرې وکړي.

د ١٣٥٧ لمريز کال د کب په ٢٤مه د هرات اوسېدونکو د وخت د کمونستي رژيم پر ضد پاڅون وکړ، خو حکومتي پوځيانو پرې بريد وکړ چې په پايله کې زرګونه هراتيان شهيدان او د هرات ښار شمال خواته د غره په لمن کې په ډله ييز قبر کې خاورو ته وسپارل شول.

ځينې سرچينې د دغو کسانو شمېر شل خو ځينې يې ٢٥ زره بولي.

هر کال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دې سترې قربانۍ ياد کېږي او  هراتيان د دغو نوم ورکو شهيدانو پر ډله ييزه قبر د ګلو ګېدۍ ږدي .

نن د پراختيا او رسالت د علمې او فرهنګې ټولنې له خوا په کابل کې په دغه مناسبت غونډه وشوه.

د دې ټولنې مشر احمد فريد سلطاني په دغه يادغونډه کې وويل چې  د هراتيانو پاڅون، خلک راويښ کړل تر څو پر افغانستان د شوروي د يرغل او د شوروي په ملاتړ جوړ شوي حکومت پر وړاندې  جهاد پراخ کړي.

هغه زياته کړه: "د پخواني شوروي اتحاد د ګوډاګيانو (خلق او پرچم) له خوا د افغانانو مقدساتو ته سپکاوی هغه څه وو چې خلک يې د ياد يرغل پر وړاندې را ودرول او د هرات د خلکو پاڅون او شهادت په هېواد کې د جهاد لړۍ لا پياوړې او رنګينه کړه."

سلطاني په هېواد کې د سولې د روانو هڅو ستاينه وکړه او يې ويل چې افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده او اړينه ده چې د جګړې ښکېلې ډلې (حکومت او طالبان) په مستقيم ډول د سولې خبرې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې  د امريکا او طالبان ترمنځ د سولې خبرو په پنځم پړاو کې چې په قطر کې ترسره شو، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو په وتو او له افغانستان نه نورو ته په نه ګواښ تفاهم شوى او څو ورځې وروسته به پر نورو مسايلو د بحث په اړه د خبرو شپږم پړاو پيل شي.

سلطاني وايي: "له وسله والو طالبانو غواړم چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په موخه دې له حکومت سره هم د سولې خبرې پيل کړي، او له حکومته غواړو چې تر هر ډول قيد او شرط پرته دې د سولې خبرې پيل او د   مذاکراتو لپاره دې  داسې پلاوی وټاکي چې  ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي."

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي محقق محمد حامد مصلح هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې.

ده وويل چې د کب ۲۴ مه په هېواد کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه او زياته يې کړه:" د هرات  شهيدانو په خپلو وينو د افغانستان د جهاد پاڼې لا رنګينې کړې."

هغه زياته کړه، لا هم په هېواد کې هر ورځ سلګونه افغانان (دولتي ځواکونه، وسله وال مخالفين او ملکي وګړي) وژل کېږي او سلګونه کورنۍ د وير پر ټغر کېني.

خو هغه په هېواد کې د سولې پر روان بهير نيوکې وکړې او ويې ويل:"له بده مرغه چې حکومت او طالبان د سولې د خبرو اراده او د عمل استقلاليت نه لري، تر څنګ يې په حکومت کې د ننه د مشارکت، يوالی او په عادلانه ډول د سرچينو د ويش نه شتون ناورينونه شتون لري او دغو ستونزو ته په پام، ممکن نه ده چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي."

د ده په وينا، ترڅو دغه ستونزې له منځه ولاړې نه شي او وسله وال طالبان له حکومت سره مخامخ خبرې ونه کړي، بيا هم ممکنه نه ده چې په هېواد کې تلپاتې سوله ټينګه شي.

متقاعد پوځي عبدالبصير ضيايي  د کب د ٢٤ مې پاڅون ياد کړ او زياته يې کړه: "کمونستانو غوښتل څو زموږ ژوند چې پر اسلامي عقايدو ولاړ و، بدل کړي، خلقيانو زموږ د مقدساتو سپکاوی کاوه؛ خو ولس په خپل پاڅون سره وښوده چې دې ته چمتو دي، څو د ځان په بيه د هغوى پر وړاندې ودرېږي او له خپلو اسلامي او ملي مقدساتو دفاع وکړي."

د ده په وينا، د دې تاريخي ورځې يادونه د دې لامل ګرځي، څو د دين او وطن لپاره د پاڅون کوونکو سرښندنې او کړنې هېرې نه شي او ځوان نسل  د وخت د حکومت له نارواوو خبر شي.

ضيايي هم په هېواد کې د سولې د روانو هڅه ستاينه وکړه، خو پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.

هغه له دواړه لوريو (حکومت او طالبانو) غوښتنه وکړه چې د افغانانو د وژل کېدو د مخنيوي په موخه دې پر اوږد مهال اوربند سلا وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement