د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په مزار کې د دولتي ځواکونو او عطا محمد نور وسله والو ترمنځ نښته پيل شوې

په مزار کې د دولتي ځواکونو او عطا محمد نور وسله والو ترمنځ نښته پيل شوې

Mar 14, 2019 - 16:15

مزارشريف (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د بلخ ولايت د نوي امنيه قوماندان د معرفي کولو پر سر د کورنيو چارو وزارت او عطاءمحمد نور ترمنځ د خبرو اترو له پاى ته رسېدو سره سم هلته ډزې پيل شوې دې.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د بلخ د ښه امنيت په موخه د پوليسو د ٢٢٢ ځانګړې قطعې قوماندان رقيب مبارز د بلخ د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى، خو پخوانی والي عطاء محمد نور ورسره نه مني او مخالفت يې کوي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات نن سهار مزارشريف ته رسېدلى و.

هغه زياته کړه چې نوی امنيه قوماندان هم تېر ماښام مزارشريف ته ښار ته رسېدلى و او ټاکل شوې وه چې نن معرفي شي.

فرهاد وويل چې نن له غرمې مخکې د کورنيو چارو وزارت د پلاوي او د عطاء محمد نور د پلاوو ترمنځ خبرې وشوې، خو کوم جوړجاړي ته ونه رسېدل.

د نوموړي په وينا، په شاوخوا درېيو بجو د امنيه قوماندانۍ تر څنګ او شاوخوا سيمو څخه د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي چې په دې ډزو کې تر اوسه يو پوليس ټپي او ٢٥ غير مسوول وسله وال نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي رسنيو ته وويل چې د بلخ د امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د نامسووله وسله والو له خوا پر ځانګړو او نورو پوليسو ډزې وشوې چې په پايله کې يې يو پوليس ټپي شوی دی.

هغه وايي: "له دې وروسته امنيتي ځواکونه د يادو نامسوولو کسانو د ځپلو په موخه اقدام کوي او پوليسو ۲۵ تنه ياد نامسوول وسله وال نيولي دي."

هغه زياته کړه چې دا مهال د بلخ نوی امنيه قوماندان او نور امنيتي ځواکونه په امنيې قوماندانۍ کې دي، امنيه قومانداني او مزارشريف ښار د امنيتي ځواکونو تر مطلق کنټرول لاندې دي."

د هغه په وينا، دغه کسان د هغو اشخاص او افرادو اړوند کسان دي چې د نوي امنيه قوماندان د معرفي کېدو مخنيوی يې کاوه، له يادو کسانو څېړنې پيل شوې او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به څرګنده شي چې دغه کسان څوک دي او د چا ملاتړ ورسره دی.

دی وايي، دا مهال د مزار په ښار کې هېڅ نامسوول وسله وال تګ راتګ نه شي کولای او له مرکزه پوليسو ته امر شوی څو هغه کسان چې د امنيت پر خرابوالي او بلوا لاس پورې کوي؛ جدي قانوني چلند وکړي.

رحيمي زياتوي: "دا مهال نوی امنيه قوماندان، ورسره پرسونل او هغه قطعې چې هلته تللي دي، په امنيې قوماندانۍ کې دي او لږ شېبه وروسته به نوی امنيه قوماندان معرفي شي."

عطاء محمد نور په خپل يو تازه پيغام کې له خپلو پلويانو غوښتي چې د خپل ځان او مال د دفاع لپاره را ووځي.

د بلخ د والي وياند منیر فرهاد  د بلخ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ د پوليسو ځانګړې قطعې له خوا ونيول شوه.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking