ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر محب: افغانستان نور نړۍ ته ګواښ نه دى

ډاکتر محب: افغانستان نور نړۍ ته ګواښ نه دى

author avatar
14 Mar 2019 - 14:10
ډاکتر محب: افغانستان نور نړۍ ته ګواښ نه دى
author avatar
14 Mar 2019 - 14:10

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي چې افغانستان اوس بدل شوى او نړۍ ته هېڅ ډول ګواښ نه پېښوي.

نوموړي دغه څرګندونې د امريکا په هوډسن انسټيټيوټ کې د وينا او د ګډونوالو د پوښتنو د ځوابونو پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې: ((موږ چا ته اجازه نه ورکوو، د تېرو ١٨ کلونو قربانۍ د شخصي ګټو لپاره وکاروي.))

محب وايي، افغانانو او امريکايانو په تېرو ١٨ کلونو کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او په ګډه يې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کړې ده.

د نوموړي په وينا، افغانان له امريکا منندوى دي چې په دومره موده کې يې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرستې او همکارۍ کړې دي.

ده زياته کړې، يو ميليون افغانان په دولتي او ميليونونه په خصوصي سکتورونو کې پر دندو او کارونو بوخت دي او ټول د تېرو ١٨ کلونو له لاسته راوړنو او مرستو برخمن شوي دي.

د هغه په وينا، که چېرې امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، بيا هم افغان حکومت ورسره ګډ کار او همکاريو ته ادامه ورکوي.

خو د ملي امنيت سلاکار په ډاګه کړه چې د امريکا له وتلو وروسته به افغان حکومت امنيتي چارې ټينګوي او د ترهګرو لپاره به خلا نه پرېږدي.

محب وویل: ((افغانانو، امريکا او نړيوالې ټولنې دلته ډېرې قربانۍ ورکړې دي، اوس به دا  ډېره د شرم خبره وي چې دا ټول له لاسه ورکړي او ضايع شي.))

ده زياته کړه چې افغانستان اوس بدل شوى، پخوانى هېواد نه دى، له دې ځايه اوس نورې نړۍ ته هېڅ ډول ګواښ نه دى متوجه .

د ملي امنيت سلاکار د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې افغانستان او امريکا ستراتيژيک او ا منيتي تړونونه لري، د هغو په رڼا کې په تدريج سره د ځواکونو پر وتلو خبره کېداى شي.

مُحب وايي، افغان حکومت له امريکا سره د اوږودمهاله ملګرتيا او د يادو تړونونو د ممکنه بدلون لپاره چمتووالى نيسي، افغان امنيتي دفاعي ځواکونه د دې وړتيا لري چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.