ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې له کوچیانو سره د غنمو مرسته پیل شوه

کندوز کې له کوچیانو سره د غنمو مرسته پیل شوه

author avatar
14 Mar 2019 - 16:35
کندوز کې له کوچیانو سره د غنمو مرسته پیل شوه
author avatar
14 Mar 2019 - 16:35

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د کندوز په مرکز او ولسواليو کې د کوچیانو شپږ زره  وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د غنمو د وېش لړۍ پيل شوه.

په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې پر شپږ زره کوچي کورنيو د ١٦٥٠ ټنه غنمو د وېش لړۍ نن پيل شوه.

هغه وويل: ((موږ به د کندوز هرې اړمنې، زیانمنې او وچکالۍ ځپلې کورنۍ ته رسېدنه وکړو، خوشبختانه سږ کال ۲۰ زره وچکالۍ ځپلو کورنیو ته په مرکز او ولسوالیو کې د غنمو د وېش لړۍ تطبیق شوې او دا دی نن موږ د مرکز او ولسوالیو په سطحه د ۶۰۰۰زره وچکالۍ ځپلو کوچي کورنیو ته  هم د غنمو د وېش لړۍ د پيل شاهدان یو چې ژر به ټولو مستحقو کورنیو ته خپل حقونه ورسېږي.))

والي له خلکو غوښتنه وکړه چې د عامه خدماتو لپاره زمینه برابره کړي او پرې نه ږدي چې پردي په یو او بل نوم د خلکو پر وړاندې د هوساینې، پرمختګ او مرستو دروازې بندې کړي.

دغه راز يوه مرسته اخيستونکي ګل محمد پژواک ته وويل چې په لومړي ځل ورسره په دومره اندازه مرستې کېږي او دولت د دوی اړتیاوو ته پاملرنه کوي.

هغه وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې موږ سره يې کومک وکړ، موږ هم اوس له دوى سره په هره برخه کې همکاري کوو.))

که څه هم سږ کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې ورښتونه ډېر وو خو بيا هم په يو شمېر سيمو کې وچکالۍ ځينې کورنۍ ځپلې چې له امله يې نورو سيمو ته کډه شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.