جلال اباد (پژواک، ۲۳ کب ۹۷): په ننګرهار کې د بېلابېلو قومونو قومي مشرانو د يوې غونډې پر مهال د سولې له روانو هڅو او افغان امنيتي ځواکونو د قربانيو ستاينه وکړه.
دوی دغه راز د کانونو د غير قانوني استخراج، نشه يي توکو د کښت او نا امنيو د مخنيوي غوښتنې هم وکړې.
قومي مشران د کب په ۲۳مه د ننګرهار د قبايلو چارو رياست د غونډو په تالار کې راټول شوي وو او د سولې غږ يې اوچت کړ.
په ننګرهار کې د قومي شوراګانو د همغږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ وويل، له دې غونډې يې موخه د سولې له روانو هلو ځلو او افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او د کانونو د خپلسري کيندنو، نشه يي توکو د کښت او قاچاق او نا امنيو د مخنيوي غوښتنه ده.
نوموړی وايي، د ټولنې پرمختګ په تعليم پورې تړلی او ځوان کول هغه وخت زده کړې کولی شي چې سوله وي، امنيت تامين وي او غير قانوني کړنې بندې شوې وي.
د شينوارو قوم استازي ملک عثمان شينواري وويل، د شينواري قوم په تېرو څو کلونو کې د وسله والو له لوري سخت وځپل شو، خو د امنيتي ځواکونو د قربانيو په نتيجه کې د شينوارو شپږو ولسواليو خلکو بېرته د امنيت په راتګ خپلو سيمو ته وګرځېدل، ځکه يې نن د قدردانۍ غونډه جوړه کړې ده.
د مومندو قومي مشر ملک سيد جهان جهاني وويل، د افغانستان ټول قومونه د سولې غوښتونکي دي، خو ټينګار پر دې دی چې سوله بهرنۍ نه وي او افغاني مذاکراتو باندې راغلې وي.
د شېرزادو قومي مشر ملک حسن کمالزي وويل، د نا امنيو له امله د هېواد ټول کانونه په خپلسري توګه کيندل کېږي او سولې په راتګ سره حکومت کولی شي دغه ستره ملي شتمني هم له چوره وژغوري.
د قومونو او قبايلو چارو وزارت معين محمد يعقوب احمدزی هم دې غونډې ته راغلی و او ټینګار يې وکړ چې دا ډول غونډې د امنيتي ځواکونو مورال لوړولی شي او تر څنګ يې د سولې مذاکرات لا پياوړي کولی شي.
د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند هم وايي چې د قومونو دا ډول ملاتړ کولی شي ټولې ملي پروسې هغه که ټاکنې دي، سوله او يا هم نور ملي مسايل دي، په ښه توګه مخې ته ولاړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن