کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۷): په هرات کې د ١٣٥٧ کال د کب د ٢٤مې ولسي قيام د قربانيانو په ياد نن کابل کې غونډه وشوه او ګډونوالو يې له طالبانو وغوښتل چې د تلپاتې سولې لپاره له حکومت سره خبرې وکړي.
د ١٣٥٧ لمريز کال د کب په ٢٤مه د هرات اوسېدونکو د وخت د کمونستي رژيم پر ضد پاڅون وکړ، خو حکومتي پوځيانو پرې بريد وکړ چې په پايله کې زرګونه هراتيان شهيدان او د هرات ښار شمال خواته د غره په لمن کې په ډله ييز قبر کې خاورو ته وسپارل شول.
ځينې سرچينې د دغو کسانو شمېر شل خو ځينې يې ٢٥ زره بولي.
هر کال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دې سترې قربانۍ ياد کېږي او هراتيان د دغو نوم ورکو شهيدانو پر ډله ييزه قبر د ګلو ګېدۍ ږدي .
نن د پراختيا او رسالت د علمې او فرهنګې ټولنې له خوا په کابل کې په دغه مناسبت غونډه وشوه.
د دې ټولنې مشر احمد فريد سلطاني په دغه يادغونډه کې وويل چې د هراتيانو پاڅون، خلک راويښ کړل تر څو پر افغانستان د شوروي د يرغل او د شوروي په ملاتړ جوړ شوي حکومت پر وړاندې جهاد پراخ کړي.
هغه زياته کړه: "د پخواني شوروي اتحاد د ګوډاګيانو (خلق او پرچم) له خوا د افغانانو مقدساتو ته سپکاوی هغه څه وو چې خلک يې د ياد يرغل پر وړاندې را ودرول او د هرات د خلکو پاڅون او شهادت په هېواد کې د جهاد لړۍ لا پياوړې او رنګينه کړه."
سلطاني په هېواد کې د سولې د روانو هڅو ستاينه وکړه او يې ويل چې افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده او اړينه ده چې د جګړې ښکېلې ډلې (حکومت او طالبان) په مستقيم ډول د سولې خبرې پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبان ترمنځ د سولې خبرو په پنځم پړاو کې چې په قطر کې ترسره شو، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو په وتو او له افغانستان نه نورو ته په نه ګواښ تفاهم شوى او څو ورځې وروسته به پر نورو مسايلو د بحث په اړه د خبرو شپږم پړاو پيل شي.
سلطاني وايي: "له وسله والو طالبانو غواړم چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په موخه دې له حکومت سره هم د سولې خبرې پيل کړي، او له حکومته غواړو چې تر هر ډول قيد او شرط پرته دې د سولې خبرې پيل او د مذاکراتو لپاره دې داسې پلاوی وټاکي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي."
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي محقق محمد حامد مصلح هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې.
ده وويل چې د کب ۲۴ مه په هېواد کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه او زياته يې کړه:" د هرات شهيدانو په خپلو وينو د افغانستان د جهاد پاڼې لا رنګينې کړې."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن