ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اذربايجاني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

اذربايجاني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

author avatar
15 Mar 2019 - 09:57
اذربايجاني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې
author avatar
15 Mar 2019 - 09:57

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٧): د اذربايجان پانګوالو له افغان ولسمشر سره د کتنې پر مهال ويلي چې افغانستان کې د کرنې، ټرانسپورټ، کانونو، ودانيز توکيو، انرژۍ او نورو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.  

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني اذربایجان ته د خپل رسمي سفر په پر مهال تېرمازدیګر پلازمینه باکو کې د اذربایجان د اقتصاد وزیر شاهین مصطفى وف او د یاد هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.

سرچينه زياتوي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د غونډې ګډونوالو ته د انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانزیټ، سیمنټو او نورو برخو کې شته فرصتونه او ظرفیتونه تشریح کړي او هغوی یې په افغانستان کې کار او پانګونې ته هڅولي دي.

ولسمشر غني په دغه غونډه کې ويلي چې اذربایجان د افغانستان د وچو او تازه مېوو، کرنیزو محصولاتو او زعفرانو لپاره ښه مارکېټ کېدای شي.

هغه څرګنده کړې چې ساختماني سکتور کې پانګونه د افغانستان لومړیتوب دی او په دې برخه کې مستقله او یا هم مشترکه پانګونه کېداى شي.

غني ويلي:"موږ د ترانزیتي دهلېزونو، لویو لارو او اورګاډي کرښې د جوړولو له لارې د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ د کار او پانګونې زمینې ایجاد کړې دي."

دغه راز ده په افغانستان کې د کرنیز سکتور، اوبو او انرژۍ، کانونو، د ځمکو د مدیریت، کور جوړولو سکتور او نورو برخو کې د پانګونې فرصتونو ته هم د اذربایجان د پانګوالو پام اړولى دى.

جمهوررئیس د همکاریو او سوداګرۍ وده د هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیمې او هېوادونو د امنیت او ثبات د تامین لپاره ګټوربللي، زياته کړې يې ده چې افغانستان به د منظم میکانیزم او پلان پر بنسټ کورنيو او بهرنيو سوداګرو او پانګوالو ته د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د استفادې زمینه برابره کړي.

سرچينه ليکي چې د اذربایجان د اقتصاد وزیر، په دغې کتنه کې د افغانستان او اذربایجان ښو او ورځ تر بلې پراخېدونکو مناسباتو ته په اشارې ويلي چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې هم باید د سیاسي او فرهنګی اړیکو په څېر پراخه شي.

ده د افغانستان او اذربایجان تر منځ د اورګاډي کرښې، کلتوري، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې لاسلیک شوي تفاهملیکونه ګټور بللي، ويلي يې دي چې په اذربایجان کې به د افغاني تولیداتو نندارتون جوړ کړي.

دغه راز ده ويلي چې له افغان پلاوي سره یې د دوه اړخیزه همکاریو په اړه ګټور بحثونه لرل او په نږدې راتلونکي کې به کاري پلاوی افغانستان ته واستوي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان په انکشاف او بېلابېلو پرمختګونو خوښ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.