مزار شريف ( پژواک، ۲۴کب، ۹۷) د افغانستان دفاع وزير اسدالله خالد له سياسيونو غوښتنه وکړه، چې د امنيتي سکتور په چارو کې لاسوهنه ونکړي.
نوموړی د کب په ۱۴مه، له کورنيو چارو وزارت سره يو ځای د بلخ امنيتي وضعيت ارزونې په موخه مزار شريف ته تللي و،
خالد په پيل کې د بلخ له والي محمد اسحاق رهګذر او ولايتي شورا رييس افضل حديد سره وکتل. وروسته يې د بندو دروازو تر شا له پخواني والي عطامحمد نور سره څو ساعته خبرو دوام وکړ.
د ورځې په پاي کې د امنيتي سکتور دغه وزيران يوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شول.
د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي وويل، چې د قانون تنفيذول د پوليسو ورځنۍ چارې دي او په دې برخه کې ښايي تېره ورځ مزار شريف کې يو شمېر کسان هم نيول شوي وي.
هغه زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو سره به له قانون سره سم چلند وشي.
اندرابي زياته کړه، چې پوليس د قانون له تطبيق پرته بله هېڅ سليقه نه پالي.
نوموړی زياتوي، چې پوليس مسووليت لري څو له داسې مسايلو مخنيوی وکړي، چې د خلکو د تشويش سبب ګرځي.
هغه وايي: (( د مزار شريف اوسېدونکي دې ډاډه و اوسي، چې له پخوا څخه ډېر به د بلخ د امنيه قومندانۍ منسوبين له نوي امنيه قومندان سره په ګډه د امنيت د بهبود برخه کې کار کوي)).
د کورنيو چارو وزير وايي چې د پوليسو برخه کې اصلاحات او تغيرات يو معمول کار دی او په وينا يې چې د بلخ امنيه قومندان تبديلي هم د همدې چارو يوه برخه ده.
د هغه په وينا کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ظرفيتونو لوړولو او تقويې برخه کې جدي کار کوي.
اندرابي دا هم وويل، چې د بلخ نوی امنيه قومندان به له شاهين قول اردو سره يو ځای د دغه ولايت د نا امنو سيمو مشکلاتو ته رسېدنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن