د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اندرابي، خالد : د بلخ نوی قوماندان به خپلې دندې ته ادامه ورکوي

اندرابي، خالد : د بلخ نوی قوماندان به خپلې دندې ته ادامه ورکوي

Mar 15, 2019 - 18:54

مزار شريف ( پژواک، ۲۴کب، ۹۷)  د افغانستان دفاع وزير اسدالله خالد له سياسيونو غوښتنه وکړه، چې د امنيتي سکتور په چارو کې لاسوهنه ونکړي.

نوموړی د کب په ۱۴مه، له کورنيو چارو وزارت سره يو ځای د بلخ امنيتي وضعيت ارزونې په موخه مزار شريف ته تللي و،

خالد په پيل کې د بلخ له والي محمد اسحاق رهګذر او ولايتي شورا رييس افضل حديد سره وکتل. وروسته يې د بندو دروازو تر شا له پخواني والي عطامحمد نور سره څو ساعته خبرو دوام وکړ.

د ورځې په پاي کې د امنيتي سکتور دغه وزيران يوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شول.

د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي وويل، چې د قانون تنفيذول د پوليسو ورځنۍ چارې دي او په دې برخه کې ښايي تېره ورځ مزار شريف کې يو شمېر کسان هم نيول شوي وي.

هغه زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو سره به له قانون سره سم چلند وشي.

اندرابي زياته کړه، چې پوليس د قانون له تطبيق پرته بله هېڅ سليقه نه پالي.

نوموړی زياتوي، چې پوليس مسووليت لري څو له داسې مسايلو مخنيوی وکړي، چې د خلکو د تشويش سبب ګرځي.

هغه وايي: (( د مزار شريف اوسېدونکي دې ډاډه و اوسي، چې له پخوا څخه ډېر به د بلخ د امنيه قومندانۍ منسوبين له نوي امنيه قومندان سره په ګډه د امنيت د بهبود برخه کې کار کوي)).

د کورنيو چارو وزير وايي چې د پوليسو برخه کې اصلاحات او تغيرات يو معمول کار دی او په وينا يې چې د بلخ امنيه قومندان تبديلي هم د همدې چارو يوه برخه ده.

د هغه په وينا کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ظرفيتونو لوړولو او تقويې برخه کې جدي کار کوي.

اندرابي دا هم وويل، چې د بلخ نوی امنيه قومندان به له شاهين قول اردو سره يو ځای د دغه ولايت د نا امنو سيمو مشکلاتو ته رسېدنه کوي.

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په خپلو خبرو کې وويل، چې مزار شريف کې جګړه د ناسمې پوهېدنې او نه همغږۍ له امله رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې عطامحمد نور له سياسي مشرانو څخه دی او دوی ورته بشپړ احترام لري.

دفاع وزير زياتوي، چې دوی به د چارو د لا سمون په موخه د ټولو مشرانو نظريات واوري.

نوموړي د يوې پوښتنې به ځواب کې د افغانستان له سياسيونو څخه غوښتنه وکړه، چې د امنيتي ستکتور په چارو کې مداخله ونکړي.

خالد زياته کړه: (( لکه څنګه چې امنيتي منسوبين غير سياسي دي، نو زمونږ له سياسيونو څخه هم هيله ده، چې امنيتي سکتور کې دې سياست نه ورګډوي)).

دفاع وزير دا هم وويل، چې بلخ له افغانستان څخه جلا نه دی او د نوي امنيه قومندان ټاکل کېد د کورنيو چارو وزارت تصميم وو، چې پلی شو.

په ورته وخت کې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په خپل فيسبوکی پيغام کې ويلي، چې د بلخ پرونی بريد د ارګ لخوا د بلخ پر خلکو بريد وو.

خو دفاع وزير پرونۍ پېښه يوه غلط فهمي وبلله.

بلخوا عطا محمد نور لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې  د اسدالله خالد او  اندرابي مزار ته راتګ او د پرونۍ پيښې ته په وخت درسیدنې له امله مننه کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې د خلکو پر وړاندې دامنیتي ځواکونو استعمالول ددغو ځواکونو پر وړاندې د خلکو باور له منځه وړي.

نور ویلي، چې ده او ملګري یې له لومړي سر څخه د یادې پيښې پر سوله ییز هواري ټینګار کولو خو له بده مرغه د ځینو حلقو دلاسوهنو له امله وضعیت خراب شو.\

هغه د بلخ له خلکو مننه کړې، چې دده په غوښتنه یې له صبر څخه کار واخیست او تاوتریخوالی يې ونه کړ.

د بلخ  پخواني والي ویلي، چې له یادو وزیرانو سره یې خبرو ښه نتیجه درلود او په کابل کې به دوی له خپلو مشرانو سره تر خبرو وروسته به یې پایلې اعلان کړي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking