ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيران د امنيتي وضعيت ارزولو په موخه بلخ ته ورسېدل

د دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيران د امنيتي وضعيت ارزولو په موخه بلخ ته ورسېدل

author avatar
15 Mar 2019 - 12:09
د دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيران د امنيتي وضعيت ارزولو په موخه بلخ ته ورسېدل
author avatar
15 Mar 2019 - 12:09

بلخ (پژواک، ٢٤ کب ٩٧): تېره ورځ بلخ کې د امنيتي ځواکونو او عطامحمد نور پلويانو تر منځ له نښتې وروسته، نن د ملي دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيران دغه ولايت ته ولاړل.

شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وياند حنیف رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد او کورنيو چارو سرپرست وزير محمد مسعود اندرابي بلخ ته ورسېدل.

د ده په وينا، دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي به د بلخ امنيتي وضعيت له نږدې وڅاري.  

سرچينه زياتوي چې دغو امنيتي چارواکيو لومړی د بلخ له والي محمد اسحاق رهګذر او د ولایتي شورا له رییس افضل حدید سره کتلي دي.​

د بلخ ولايت د نوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز د معرفي کولو پر سر تېره ورځ له غرمې وروسته د امنيتي ځواکونو او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايي رييس عطاء محمد نور د وسله والو ترمنځ نښته وشوه، خو له دې نښتو سره سره چې تر مازيګره يې دوام وکړ، نوى امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز معرفي شو.

د خبرونو له مخې، په دغې نښته کې ۱۸ تنه ټپيان شوي، چې لس يې نظاميان او نور ملکي وګړي دي.

عطامحمد نور ويلي ، د بلخ د امنيه قوماندان په توګه د جنرال مبارز له مقررۍ سره ځکه مخالفت کوي چې دا کار د ده او ولسمشر تر منځ د هوکړې مخالف کار دى.  

د بلخ د والي وياند منير فرهاد نن وويل چې د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې حالت عادی دى او ښاري ګارنیزیون د ښار امنیت ساتي.

د هغه په وينا يو شمېر قومي مشران، د ولايتي شورا او مشرانو جرګې غړي او مخور هڅه کوي چې د امنيتي ځواکونو او بلخ پخواني والي عطامحمد نور تر منځ رامنځته شوی جنجال په بشپړ ډول د خبرو له لارې حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.