کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧) راپورونه وايي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره د افغانستان په اړه پټه غونډه کړې ده.
دا غونډه وروسته له هغه وروسته شوې چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې په تړاو د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر هڅو نيوکې وکړې.
امريکايي رسنيو ويلي چې په ياده غونډه کې د ولسمشر ټرمپ مرستيال مایک پنس، د لويو درستيزانو د کمېټې مشر جوزف ډنفورد، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د سي ای اې مشره جينا هاسپل او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ګډون درلود.
د سپينې ماڼۍ يوې سرچينې امريکايي اژانس اى پي ته ويلي، ولسمشر ټرمپ او د هغه لوړ رتبه مامورین د امریکا د دفاع وزارت په يوه پټه خونه کې چې ټانک نومېږي سره غونډ شوي وو.
خو تر اوسه په دې پټه غونډه کې د شوو بحثونو په اړه جزئيات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په واشنګټن کې پر زلمي خلیلزاد نيوکه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې يې د افغانستان حکومت څنډې ته کړی او زياتوي چې له وسله والو طالبانو سره د امريکا له لوري د خبرو دوام په ترڅ کې د افغانستان حکومت مشروعيت کمېدای شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن