د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: د پکتیکا په دولتي ادارو کې دې سرپرستي ختمه شي

خلک: د پکتیکا په دولتي ادارو کې دې سرپرستي ختمه شي

Mar 16, 2019 - 12:01

ښرنه (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت له ١٨ ولسواليو ١٤ يې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې خلک يې له اداري کړنو او خدمتونو خوښ نه دي.

د پکتيکا اورګون، يوسف خېل، خيرکوټ او سرروضه ولسوالۍ د ولسولانو او پاتې نور يې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک د ولسواليو د سرپرستانو له کړنو خوښ نه دي.

هغه وايي: ((د قانون له مخې سرپرستان د ډېرو کارونو، په ځانګړي ډول د مالي کارونو ترسره کولو صلاحيت نه لري، نو سم کار نه شي کولاى او خلک هم ترې خوښ نه دي.))

د هغه په وينا، خلکو څو ځلې په دې برخه کې دوى ته شکايتونه کړي؛ ځکه خلک اړ دي چې د يوه کوچني کار خلاصولو په موخه هم له ولسوالۍ مرکز ښرنې ته سفر وکړي.

کتوازى زياتوي: ((موږ له اړوندو چارواکو غوښتنه کوو، کوم سرپرستان چې ښه کار کوي، هغوی دې ولسوالان کړي او کوم چې سم کار نه کوي، هغوى دې لرې کړي او پر ځاى دى نور کسان معرفي کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د نکې، ګومل، ګيان او خوشامند ولسواليو امنيتي وضعيت ښه نه دى چې له امله يې د دغو ولسواليو ولسوالان په مرکز ښرنه کې اوسېږي.

په دې اړه د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحميد پژواک ته وويل چې دوى ولسوال نه لري او د يوه کوچني کار ترسره کولو لپاره هم مرکز ښرنې ته ورځي.

هغه زياته کړه: ((که د تذکرې امضا هم په کار وي، نو موږ مجبور يو چې څو ساعته مزل وکړو، ښرنې ته لاړ شو، هلته يا ولسوال پيدا کړو او يا هم په ښرنه کې ځان ته تذکره جوړه کړو.))

ده هم وويل چې ډېری ولسوالۍ د سرپرستانو له خوا او هغه هم د زون په کچه اداره کېږي.

دى وايي: ((ډېر يې په ولسواليو کې نشته دي، کوم ځاى چې امن دى، هلته ټول شوي دي او د زون په شکل خپلې ولسوالۍ اداره کوي.))

همدارنګه د پکتيکا ولايتي شورا غړي عزيز عزيز پژواک ته وويل چې د سرپرستو ولسوالانو په اړه خلکو دوى ته هم شکايتونه کړي دي.

هغه وايي: ((که حکومت غواړي چې په ولسواليو کې د سرپرستانو کيسه نوره ختمه کړي، د ليسانس تر کچې زده کړې دې ورته لومړى شرط کېږدي، څو دغه مشکل حل شي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ډېر ژر يې د سرپرستۍ سيستم د ختمېدو غوښتنه وکړه.

په دې اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ١٤ ولسوالۍ د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

هغه وايي: ((دلته داسې ولسوالان هم شته دي چې پر همدې يوې څوکۍ يې تر پنځو کلونو ډېر کار کړى دى.))

والي زياتوي چې د يادې موضوع د حل په موخه يې يوه ارزونه پيل کړې چې له مخې به يې يو شمېر سرپرستان خپلې دندې له لاسه ورکړي او پاتې نور به يې رسمي شي.

ده وويل: ((موږ ارزيابي شروع کړې، د چا چې کار سم وي هغوی پرېږدو يې او که کار يې سم نه وي، په خپله مخه يې رخصتوو.))

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا ولايت اته رياستونه هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې خلک يې له کړنو خوښ نه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan