ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د پکتیکا په دولتي ادارو کې دې سرپرستي ختمه شي

خلک: د پکتیکا په دولتي ادارو کې دې سرپرستي ختمه شي

author avatar
16 Mar 2019 - 12:01
خلک: د پکتیکا په دولتي ادارو کې دې سرپرستي ختمه شي
author avatar
16 Mar 2019 - 12:01

ښرنه (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت له ١٨ ولسواليو ١٤ يې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې خلک يې له اداري کړنو او خدمتونو خوښ نه دي.

د پکتيکا اورګون، يوسف خېل، خيرکوټ او سرروضه ولسوالۍ د ولسولانو او پاتې نور يې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک د ولسواليو د سرپرستانو له کړنو خوښ نه دي.

هغه وايي: ((د قانون له مخې سرپرستان د ډېرو کارونو، په ځانګړي ډول د مالي کارونو ترسره کولو صلاحيت نه لري، نو سم کار نه شي کولاى او خلک هم ترې خوښ نه دي.))

د هغه په وينا، خلکو څو ځلې په دې برخه کې دوى ته شکايتونه کړي؛ ځکه خلک اړ دي چې د يوه کوچني کار خلاصولو په موخه هم له ولسوالۍ مرکز ښرنې ته سفر وکړي.

کتوازى زياتوي: ((موږ له اړوندو چارواکو غوښتنه کوو، کوم سرپرستان چې ښه کار کوي، هغوی دې ولسوالان کړي او کوم چې سم کار نه کوي، هغوى دې لرې کړي او پر ځاى دى نور کسان معرفي کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د نکې، ګومل، ګيان او خوشامند ولسواليو امنيتي وضعيت ښه نه دى چې له امله يې د دغو ولسواليو ولسوالان په مرکز ښرنه کې اوسېږي.

په دې اړه د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحميد پژواک ته وويل چې دوى ولسوال نه لري او د يوه کوچني کار ترسره کولو لپاره هم مرکز ښرنې ته ورځي.

هغه زياته کړه: ((که د تذکرې امضا هم په کار وي، نو موږ مجبور يو چې څو ساعته مزل وکړو، ښرنې ته لاړ شو، هلته يا ولسوال پيدا کړو او يا هم په ښرنه کې ځان ته تذکره جوړه کړو.))

ده هم وويل چې ډېری ولسوالۍ د سرپرستانو له خوا او هغه هم د زون په کچه اداره کېږي.

دى وايي: ((ډېر يې په ولسواليو کې نشته دي، کوم ځاى چې امن دى، هلته ټول شوي دي او د زون په شکل خپلې ولسوالۍ اداره کوي.))

همدارنګه د پکتيکا ولايتي شورا غړي عزيز عزيز پژواک ته وويل چې د سرپرستو ولسوالانو په اړه خلکو دوى ته هم شکايتونه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.