ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “سولې ولسي حرکت” پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو توغنديز بريدونه وغندل

د “سولې ولسي حرکت” پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو توغنديز بريدونه وغندل

author avatar
16 Mar 2019 - 16:32
د “سولې ولسي حرکت” پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو توغنديز بريدونه وغندل
author avatar
16 Mar 2019 - 16:32

جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ۹۷):د "سولې ولسي حرکت" غړي پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو غندنه کوي او ټينګار يې دا دی چې نور دې د دغو بريدونو مخه ونيول شي.

دوی وايي، د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو له امله په تېر ساړه ژمي کې د ننګرهار او کونړ سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې او اوس په سخت وضعيت کې ژوند کوي.

دوی چې د کب په ۲۵مه د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي ته ورغلي وو، هلته يې د پاکستاني ځواکونو د بريدونو په غبرګون غږ پورته کړ.

د ننګرهار د شينوارو او مومندو قوم سلګونه ځوانانو او قومي مشرانو هم د دغه حرکت ملتيا کوله او دا شان يې د سولې غوښتنې په تړاو هم خپل پيغامونه له رسنيو سره شريک کړل.

د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، د دغه سفر موخه يې په صفري نقطه کې د پاکستاني بريدونو د غندنې غږ پورته کول دي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ چې د ولس کوم درد واورېد، دوی وايي چې پاکستان پرې له تېرو اولسو کلونو راهيسې بريدونه کوي، نه پر ماشومانو رحم کوي، نه په مېرمنو او نه هم مال او حال، نور موږ ته دا حالت د زغم وړ نه دی.))

د سيمې يوه قومي مشر له پاکستاني ولسه وغوښتل چې پر خپلو پوځيانو او چارواکو فشار راوړي او پر افغانانو د ړندو توغنديزو بريدونو مخه ونيسي.

دی وايي: ((موږ خو له خپل حکومته هم غوښتنه وکړه، حکومت پر پاکستانۍ غاړې هم دا غږ کړی، د ملګرو ملتونو له لارې ترې هم غوښتنه شوې، مګر بيا هم پاکستاني ځواکونه خپل بريدونه نه دروي. اوس اړ شوو چې د پاکستان له ولسه د همکارۍ غوښتنه وکړو.))

د مومنددرې ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر عصمت مومند وويل، افغانان نور د پاکستاني ځواکونو له توغنديزو بريدونو تنګ راغلي او مجبور دي چې پر خپل يووالي سره د دغه بريدونو مخنيوی وکړي.

د يادونې ده، د ولسي حرکت له دې مخکې د ننګرهار شينوارو، اچين، بټي کوټ او دور بابا ولسواليو ته هم سفرونه کړي چې د سيمو زرګونو خلکو هم ورسره د اوربند او سولې غږ پورته کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.