د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د قزاقي اوړو او سون لرګيو بیې دوه سلنه لوېدلې دي

د قزاقي اوړو او سون لرګيو بیې دوه سلنه لوېدلې دي

Mar 16, 2019 - 16:09

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۹۷): په کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د قزاقي اوړو او سون لرګیو بیې راټیټې شوې دي، خو د نورو ډېرو لومړنیو توکو بیې پر خپل ځای دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر محمدهمایون پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړوعمده بیه له ۱۴۲۰ افغانیو ۱۳۶۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې نن د تېرې شنبې په څېر ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجې عمده پلور بیه ۲۰۰۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو په ۱۰۰۰ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په منډوي کې چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۲۸۰ او یو کیلوګرامه افریقایي تور چای په ۳۰۰ افغانیو پلوري.

په ځینو مواردو کې د توکو د پلور پرچون بیې له عمده هغو سره لږ او په ځینو کې زیات توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني سیمې په دیارلسم سړک کې د خوراکي توکو پلورونکي احمد صمیم وویل چې نن ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۲۰ افغانیو، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۵۰ افغانیو، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجې په ۲۴۰۰، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۸۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیايي شین چای په ۳۰۰ او یو کیلو افریقايي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

د سون لرګيو بیه هم را لوېدلې ده.

د کابل ښار په تایمني څلورلار کې د لرګيو پلورونکي غلام سخي وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو خروار بې پوسته بلوط لرګو بیه له ۷۲۰۰ افغانیو څخه ۷۰۰۰ افغانیو ته او د یو خروار سرې ارچې بیه له ۷۰۰۰ افغانیو ۶۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د هوا په تودېدو سره د سون لرګيو ته اړتیا کمېږي چې په دې سره د لرګیو په نرخونو کې هم ټیټوالی راځي.

خو د تېلو او اوبلن ګاز بیې پر خپل ځای دي.

د کابل ښار وزیر اباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول په ۴۹ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۸ افغانیو پلوري.

د سرو زرو بیې له بدلون پرته پر خپل ځای دي.

د کابل ښار تیمورشاهي واټ کې زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر، یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۲۵۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ۲۰۰۰ افغانیو پلوري.

نن د کابل ښار شهزاده سرای چې د هېواد په کچه د اسعارو تبادلې لوی مرکز دی، د انسان تښتونکو له لوري د صرافانو او د هغوی د کورنیو غړو د اعتراض په غبرګون کې د صرافانو له لوري تړل شوی دی، خو د کابل ښار د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسین صداقت وویل چې پرون یو ډالر په ۷۵.۴۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۱ افغانۍ خرڅېدل.

د کب په ۱۸مه یو امریکايي ډالر په ۷۵.۳۵ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۰ افغانیو پلورل کېدل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement