ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خبريالانو د ځان پر وړاندې پر امنیتي ګواښونو اندېښنه وښوده

د ننګرهار خبريالانو د ځان پر وړاندې پر امنیتي ګواښونو اندېښنه وښوده

author avatar
16 Mar 2019 - 15:19
د ننګرهار خبريالانو د ځان پر وړاندې پر امنیتي ګواښونو اندېښنه وښوده
author avatar
16 Mar 2019 - 15:19

جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ۹۷): د ننګرهار خبريالانو په خوست او هلمند کې پر خبريالانو وروستي بريدونه وغندل او دغه راز يې د خپل امنيتي غونديتوب غوښتنه وکړه.

دوی وايي، يادو بريدونو دا څرګنده کړه چې د هېواد هېڅ برخه کې خبريالان خوندي نه دي او حکومت يې بايد د خونديتوب لپاره منظم پروګرامونه رامنځته کړي.

په تېرو څو ورځو کې په هلمند کې د سباوون په نوم د يو خصوصي ټلوېزيون خبريال نثاراحمد احمدي په يوه چاودنه کې ټپي شوی او پرون په خوست کې د ژمن په نوم د يو بل خصوصي ټلوېزيون خبريال سلطان محمود خيرخواه د وسله والو په بريد کې تر ټپي کېدو وروسته سا ورکړه.

په ننګرهار کې د بېلابېلو رسنيو خبريالان د کب په ۲۵مه د دغه ولايت د رسنيو په دفتر کې ټول شوي وو او دغه دواړه پېښې يې په کلکو ټکو وغندلې.

په ختيځ کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وويل، پر خبريالانو دا ډول بريدونه د دې څرګندويي کوي چې ۲۰۱۹ کال هم د خبريالانو لپاره يو خونړی کال ثابت شي.

نوموړي دغه راز په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د يو خصوصي ټلوېزيون د تښتول شوي مشر انجينر زلمي لطيفي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه چې په خبره یې په تېرو نږدې څلورو مياشتو کې يې ولايتي اداره پر پيدا کېدو بريالۍ نه شوه.

د سلام وطندار راډيو خبريال اميد ديدار وويل، په ننګرهار کې خبريالان د وسله والو د ګواښونو تر څنګ د مافيايي کړيو او خپله يو شمېر حکومتي مسوولينو له لوري هم ګواښ سره مخ دي.

د طلوع نيوز خبريال زيار ياد نيوکه وکړه چې د ننګرهار ولايتي ادارې د دغه ولايت د خبريالانو امنيتي خونديتوب ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

هغه په جګړه کې پر ښکېلو ډلو او مافيايي کړيو باندې غږ وکړ چې د خبريالانو د کارونو پر وړاندې له خنډ رامنځته کولو لاس واخلي او دوی پرېږدي چې په بې پرې توګه د خپل ولس غږ ته انعکاس ورکړي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دوی له خبريالانو سره ښه همغږي لري او تل يې د هغوی د امنيت لپاره هلې ځلې کړې دي.

هغه د يو خصوصي ټلوېزيون د تښتول شوي مشر د خلاصون په اړه وويل: ((موږ په دې برخه کې غلي نه يو، تر اوسه مو ۱۷ جلسې کړې، د هغه د کورنۍ له غړو، خبريالانو او امنيتي ځواکونو سره، هيله مندي دا ده چې موږ انجينر زلمی ژوندی خپلې کورنۍ سره يو ځای کړو.))

تر دې وړاندې هم څو ځلې د ننګرهار خبريالانو د خپل امنيتي خونديتوب په اړه اندېښنې شريکې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.