د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز خلک: په هېواد کې د سولې راتلو لپاره دې اوربند وشي

د کندوز خلک: په هېواد کې د سولې راتلو لپاره دې اوربند وشي

Mar 16, 2019 - 14:29

کندوز ښار (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د کندوز سلګونو خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د سولې د راتګ په موخه دې اوربند اعلان کړي.

د کندوز شاوخوا پنځه سوه اوسېدونکي نن د دغه ولايت په مرکزي چوک را ټول شوي وو او له حکومت او طالبانو يې د اوربند غوښتنه وکړه.

د دغو کسانو له ډلې مدني فعال غلام حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې هېوادوال نور له جګړو ستړي شوي؛ ځکه په تېرو کلونو کې يې ډېره قرباني ورکړې ده.

هغه وايي: ((موږ سوله غواړو نور بايد اوربند وشي، نور موږ د خپلو بچيانو د وژل کېدو توان نه لرو.))

دغه راز قومي مشر حاجي شېرزي وويل چې حکومت او طالبان بايد هر څه ژر له قيد او شرط پرته اوربند وکړي.

شېرزى زياتوي: ((زموږ سلګونه ځوانان و وژل شول، هېواد مو خراب شو، خلک مو بې عزته او بې سرپناه شول، اخر دا تر کومه؟ هيله ده نور اوربند او سوله وکړئ.))

همدارنګه د يادو کسانو له ډلې سيد پروېز پژواک ته وويل چې د ټولو افغانانو يوازېنۍ هيله سوله ده.

دى وايي: ((کله چې ټول سوله غواړو، نو د راتګ لپاره يې بايد حکومت او طالبان اوربند وکړي.))

د همدغو کسانو له ډلې ٨٠ کلن بابه رشيد پژواک ته وويل: ((زه ډېر په مشکله تر چوک پورې راغلى يم، غواړم د خپل عمر په دې وروستيو ورځو کې په هېواد کې سوله و وينم.))

ده هم پر حکومت او طالبانو ټينګار وکړ چې ډېر ژر دې په هېواد کې د سولې د راتګ په موخه اوربند اعلان کړي.

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې د خبرو اترو پنځم پړاو څو ورځې وړاندې په قطر کې له کومې څرګندې پاېلې پرته پاى ته ورسېدې، خو ويل کېږي چې د خبرو شپږم پړاو به شاوخوا ١٥ ورځې وروسته بيا پيل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement