کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي چې د افغانستان خلک او حکومت له امريکا سره د اړيکو ارزښت پېژني، په ځانګړي ډول د افغانستان له ملي امنيتي ځواکونو سره د امريکا د مرستې منندوی دي.
محب دغه څرګندونې امريکا ته د خپل څو ورځني سفر په پاى کې په خپل ټويټر کې کړې دي.
هغه ويلي چې واشنګټن ته يې سفر پاى ته ورسېد، دلته يې د امريکا د حکومت د چارواکو تر څنګ د افغانستان له نورو ملګرو سره، د کانګرېس له غړو، څېړونکو او د رسنيو له استازو سره ګټورې خبرې کړې دي.
محب زياته کړې، افغانان تلپاتې او با عزته سوله غواړي، دغه راز د افغانستان شريکان او هغه څوک چې هلته يې پانګونه کړې ده، هغوی هم د ورته سولې غوښتونکي دي.
د نوموړي په وينا، افغان حکومت له امريکا سره د ترهګرۍ پر واندې د مبارزې په برخه کې اوږه په اوږه ولاړ دی.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې څو ورځې مخکې يې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د امريکا پر ځانګړي استازي نيوکې کړې وې چې په افغانستان کې د واک په لټه کې دى.
د محب دا څرګندونې لومړى په کابل کې د امريکا سفير جان باس رد کړې او بيا یې په امريکا کې هم غبرګونونه را وپارول.
د افغانستان د ولسمشرۍ دوو نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او حنيف اتمر هم د حمدالله محب څرګندونې رد کړې او دا يې له امريکا سره د اړيکو د خرابولو په معنا بللې دي.
بلخوا ځينو رسنيو خبر ورکړ چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت حمدالله محب پر دغو څرګندونو احضار کړى دی.
خو د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين له پژواک اژانس سره په خبرو کې دغه راپورونه رد کړل او په ډاګه یې کړه چې د امريکا له بهرنيو چارو وزارته ليدنه له مخکې پلان شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن