لښکرګاه (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کوکنارو د کرنې د مخنيوي په موخه يې د اووه ډوله نورو نباتاتو ارزونه پيل کړې ده چې تر مثبې پايلې وروسته به پر ګروندګرو و وېشل شي.
د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې يې پر اووه ډوله نباتاتو څېړنې پيل کړې او هيله من دى چې مثبتې پايلې هم ولري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو نباتاتو کې الويرا، هینګ، ګني، خرما، مالټې، کيلې او لبلبو شامل دي.
هغه زياته کړه: ((پر دغو بوټو مو ارزونه پيل کړې او دا به د کوکنارو د کرلو د مخنيوي ښه بديل هم شي.))
دغه راز په دې اړه په هلمند کې د نباتاتو متخصص عبدالمنان امیري پژواک ته وویل چې د دغه ولایت اب او هوا او ځمکه د ډېرو هغو نباتاتو د کرنې لپاره مناسبه ده چې په ورځني ژوند کې ورته ډېره اړتيا ليدل کېږي.
هغه وايي: ((پر دغو اووه ډوله بوټو له پخوا راهيسې موږ کار کوو، اوس مو د کرنې په تحقيقاتي فارم کې کرلي دي، که چېرې يې مثبته پايله ورکړه نو بيا به يې له کروندګرو سره هم شريک کړو.))
همدارنګه يوه کروندګر سيد جمال اغا پژواک ته وويل چې د نوو نباتاتو د ارزونې پايلو ته خوشبينه دى، څو دغه بوټي د کوکنارو د کرکيلې پر وړاندې ښه بديل شي.
بل کروندګر سردارمحمد پژواک ته وويل: ((دغه ډول بوټي که د کرلو لپاره کروندګرو ته ورکړل شي، نو په ډېرې اسانۍ سره په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر مخه پرې نيول کېداى شي.))
د يادونې ده، د افغانستان په کچه تر ټولو ډېر کوکنار په هلمند ولايت کې کرل کېږي چې د نا امنۍ يو لامل يې هم همدا د کوکنارو کرل بلل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن