ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په فراه کې چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
16 Mar 2019 - 17:54
په فراه کې چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
16 Mar 2019 - 17:54

فراه (پژواک، ٢٥ کب٩٧): د فراه په پشت کوه ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.

د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند مُحب الله محب پژواک ته وويل چې د سړک د غاړې دغه ماين نن سهار د پشت کوه ولسوالۍ په رنګين سيمه کې وچاودېد چې له امله يې يادو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته . 

ده وويل چې درې ټپيان په فراه کې تر درملنې لاندې نيول شوي او درې نور چې روغتيايي حالت يې نازک و هرات ته انتقال شوي دي.

د نوموړي په خبره چې دغه ماين د امنيتي ځواکونو د نښه کولو په موخه د طالبانو له خوا په ياده سيمه کې ځاى پرځاى شوى و.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالحليم پژواک ته وويل چې ياد کسان ځوانان او عام وګړي وو.

تراوسه ددغې پېښې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى .

د يادونې ده چې يوه مياشت مخکې هم په ياده ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يوتن وژل شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.