ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د عامه ساتنې د قطعې قومندان له درېیو تنو سره یو ځای ووژل شو

په کندهار کې د عامه ساتنې د قطعې قومندان له درېیو تنو سره یو ځای ووژل شو

author avatar
16 Mar 2019 - 20:17
په کندهار کې د عامه ساتنې د قطعې قومندان له درېیو تنو سره یو ځای ووژل شو
author avatar
16 Mar 2019 - 20:17

کندهار (پژواک، ۲۵ کب ۹۷): په ارغنداب کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې د عامه ساتنې د قطعې قومندان حاجي زمری له درېیو تنو نورو سره ووژل شو.

دغه پېښه نن له ماښام وروسته کابو ٧ بجې د دې ولسوالۍ په ګل کلاچه کلي کې شوې ده.

د ارغنداب ولسوال محمد شریف پژواک خبري اژانس ته وویل، د عامه ساتنې قطعې پر قوماندان حاجي زمري هغه مهال د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه چې په خپل رينجر موټر کې خپل باغ ته د داخلېدو په حال کې و.

هغه زیاته کړه، ماین د باغ په دروازه کې ځای پر ځای شوی و.

دی وايي، په دې پېښه کې حاجي زمری او د هغه دوه ساتونکي او د شاولي خان په نوم یو قومي مشر وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي هم وايي چې په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، په دې پېښه کې د عامه ساتنې د قطعې قوماندان حاجي زمری، د هغه دوه ملګري او یو ساتونکي وژل شوي چې ټول په همدې یوه موټر کې سپاره وو.

دی وايي، د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

د دغې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.