پلخمري (پژواک ٢٦ کب ٩٧): د بغلان ولایت له څو ولسوالیو څخه مرکز پلخمري ته راغلو لسګونو ځوانانو په افغانستان کې د سولې په منظور د پیل شویو هڅو په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې له نړیوالو د رښتیني منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
د بغلان والي عبدالحى نعمتي د کب په ۲۶ مه دغې غونډې ته وینا کې وویل، د افغانستان خلک او حکومت دواړه خپل هېواد کې هغه سوله غواړي چې تر شا یې پټې خبرې نه وي.
ده زياته کړه، ((افغان حکومت تر هر څه وړاندې د سولې وړاندیز کړی، خو داسې سوله نه چې تر شا یې د ګندمک معاهدې تکرار او د بل ډیورنډ زېږنده وي.))
نوموړي ټینګار وکړ چې افغان ځوانان به هیڅکله د پردیو د سیاست ښکار نه شي او نه به هم هغه سوله چې د هېواد او خلکوعزت په کې نه وي، ومني.
په بغلان کې د ځوانانو پارلمان غړي نجیب الله محسني هم د راغلو ځوانانو په استازیتوب له نړیوالو د افغان سولې لپاره پر رښتیني منځګړیتوب ټینګار وکړ.
ده وویل: ((موږ له هغه چا د سولې تمه لرو چې کولای شي سوله راولي، له هغو چې د سولې په نوم غواړي موږ بیا ځل وپاشي، هیڅ تمه نه لرو، هغه دې مهرباني وکړي زموږ په کورنیو لانجو کې دې نور لاس نه وهي.))
ګڼ شمېر نورو هم له نړیوالو ورته غوښتنې لرلې او د سولې په موخه پیل شویو خبرود ملاتړ کولو ترڅنګ یې له طالبان هم د بین الافغاني خبرو د پیلولو غوښتنه وکړه.
تر دې وړاندې هم دیني عالمانو په پلخمري کې د سولې خبرو په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې له طالبانوغوښتي وو چې له حکومت سره دې د سولې په اړه مخامخ خبرې پیل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن