ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تېر ميلادي کال افغانستان کې څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي”

“تېر ميلادي کال افغانستان کې څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي”

author avatar
17 Mar 2019 - 18:52
“تېر ميلادي کال افغانستان کې څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي”
author avatar
17 Mar 2019 - 18:52

مزارشريف ( پژواک، ۲۶کب  ۹۷): د "خط نو" څېړنيز بنسټ موندنې ښيي چې تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکې باندې مخدره توکي کرل شوي وو، چې څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي مواد ترې لاسته راغلي دي.

دې بنسټ د کب په ۲۶مه، مزار شريف ښار کې د کنفرانس له لارې خپل کلنى راپور له رسنيو سره شريک کړ.

د "خط نو"بنسټ مشر عبدالقادر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی هر کال افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد کچې، استعمال او تروريستي ډلو ته يې د ګټې په تړاو څېړنه کوي.

ده زياته کړه، تېر ميلادي کال افغانستان کې د نشه يي توکو کچه په بېساري ډول زياته شوې ده.

د هغه په خبره، په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د ټول افغانستان په کچه په ۲۰۱ هکتاره ځمکې باندې نشه يي توکي کرل شوي وو؛ خو په خبره يې دغه کچه په ۲۰۱۸ کال کې ۳۲۸زره هکتاره ځمکې ته ورسېده، چې مخدره توکي ورباندې کرل شوي وو.

نوموړى زياتوي، په ۲۰۱۷ کال کې د نشه يي توکو ډېری کروندې د طبيعي افاتو له امله له منځه لاړې، خو په ۲۰۱۸ کال کې دغه کروندې له طبيعي افاتو څخه په امان وې.

د مصباح په وينا، د تېر کال مخدره توکو له کروندو څخه څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي، چې ډېره لږ کچه يې دننه افغانستان کې استعمال شوي او پاتې نور يې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

دى وايي، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي په زنځيروي ډول د مزار شريف ښار په ګډون د افغانستان لويو ښارونو کې د نشه يي توکو روږدو ته دغه مواد رسوي.

د "خط نو"بنسټ مشر زياتوي، د نشه يي توکو توليد او قاچاق په افغانستان کې د دولت ضد وسله والو ډلو د مالي تمويل تر ټولو سترې سرچينې دي؛ که نشه يي توکي بند شي، ورسره به د ډېری وسله والو ډلو مالي سرچينې وچې شي.

د "خط نو"بنسټ موندنې دا هم په ډاګه کوي چې افغانستان کې ډېری دولت ضد وسله والې ډلې خلک د خپلو تبليغاتو له لارې هڅوي چې د نشه يي توکو کرکيلې ته مخه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((ډېری وسله وال ګروپونه تبليغ کوي او خلکو ته وايي چې د نشه يي توکو کرل په اسلام کې کومه ګناه نه لري او دوی يې بايد وکري)).

د هغه په وينا، د يادو ډلو په ورته څرګندونو خلک تشويقيږي چې نور هم په خپلو ځمکو کې د نشه يي توکو کرکيلې ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.