کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٧): د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم د افغانستان د حکومت په اړه د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې غندلي او هغه يې خواشینوونکې بللې دي.
له دې ټيم څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم د مشر له قوله راغلي چې د افغانستان د حکومت په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې خواشینوونکې وې او د دوى د تأسف سبب ګرځېدلې دي.
عمران خان په خپلو وروستيو خبرو کې ويلي چې د افغانانو تر منځ به خپلمنځۍ سوله وشي او یو داسې حکومت به رامنځ ته شي، چې ټول افغانان به په کې شامل وي.
حنيف اتمر ويلي چې د نوموړي دا ډول څرګندونې د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف ګڼو او په کلکه یې غندو.
هغه زياته کړې، موږ له ټولو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره دوستانه اړیکو غواړو، د دولتونو ترمنځ دوستانه اړیکې په متقابل احترام، د یو بل ملي حاکمیت ته د درناوي او د هېوادونو په داخلي چارو کې د عدم مداخلې پر بنیاد ولاړ وي.
د نوموړي په وينا، موږ د سولې د ټینګښت په اړه له ټولو صادقانه اقدماتو څخه هرکلی کوو او دا یادونه کوو، چې د افغانستان حکومت او راتلونکی یواځې او یواځې د افغانانو په ارادې پورې اړه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن