ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ځنډ غوښتنه وکړه

د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ځنډ غوښتنه وکړه

author avatar
17 Mar 2019 - 19:24
د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ځنډ غوښتنه وکړه
author avatar
17 Mar 2019 - 19:24

 

کابل (پژواک، ۲۶ حوت ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د وخت د کمښت له امله نه شي کولای د ولسمشرۍ ټاکنو اوسنی مهالوېش عملي کړي او تر راتلونکو دوو ورځو باید د ټاکنو نوی مهالوېش اعلان کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش پر اساس، ټاکل شوې وه چې د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د وري په ۶مه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ اعلان کړي، د چنګاښ په ۲۹مه د ولسمشرۍ، د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي، د زمري په ۱۹مه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې او دغه راز د وږي په ۲۳مه د یادو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

خو د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د ټاکنو کمېسیون نه شي کولای چې د ټاکنو مهالوېش تطبیق کړي؛ ځکه یاد کمېسیون همدا اوس د ولسمشرۍ ټاکنو له مهالوېشه ۱۶ کاري ورځې وروسته دی.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون کمېشنران په ټاکنو کې له ښکېلو بنسټونو (سیاسي ګوندونو، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او مرستندویه هېوادونو) سره د ټاکنو د مهال وېش د ځنډولو پر سر پر مشورو بوخت دی.

نوموړي روښانه کړه چې د ټاکنو قانون د نوي تعدیل پر اساس، د ټاکنو کمېسیون نه شي کولای د روان کال د کب له ۲۹مې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو په قانون کې بدلون راولي، له دې امله د ټاکنو کمېسیون باید تر راتلونکو دوو ورځو د ټاکنو د مهال وېش د ځنډ اعلان وکړي.

د ټاکنو کمېسیون د یاد غړي د معلوماتو پر اساس، د هرات، بلخ، پکتیکا ولایتونو او هندوانو حوزې د ولسي جرګې ټاکنې به د دې اوونۍ تر پایه اعلان شي او دغه راز د غور، بادغیس او لوګر ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د اعلان لپاره هم څېړنې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.