ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ايرلينډ څخه د ټسټ کرکټ ګټلو لپاره افغانستان ته ١١٨ منډې په کار دي

له ايرلينډ څخه د ټسټ کرکټ ګټلو لپاره افغانستان ته ١١٨ منډې په کار دي

author avatar
17 Mar 2019 - 17:06
له ايرلينډ څخه د ټسټ کرکټ ګټلو لپاره افغانستان ته ١١٨ منډې په کار دي
author avatar
17 Mar 2019 - 17:06

کابل (پژواک، ٢٦ کب ۹۷) : ايرلينډ افغانستان ته د لومړۍ ټسټ کرکټ لوبې ګټلو لپاره د ١٤٧ منډو هدف ورکړى، چې افغانستان ددرېيمې ورځې تر پايه پورې ٢٩ منـډې جوړې کړې وې.

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ  ټسټ کرکټ (پنځه ورځنۍ) لوبه د هندوستان په د هرادن ښار کې روانه ده، پرون ددويمې ورځې ترپايه پورې د ايرلينډ لوبډلې په خپل دويم اننګز يا پاڼۍ کې ٢٢ منډې کړې وې او يو لوبغاړى يې سوځېدلى و.

ايرلينډ په لومړيو دوو ساعتونو کې ډېره ښه لوبه وکړه، يواځې دوه لوبغاړي يې له لاسه ورکړل او ١٠٠ منډې يې زياتې کړې، د غرمې تر ډوډۍ وروسته دايرلينډ لوبغاړي په وقفه يي توګه سوځېدل، د چاى تر وقفې پورې يې څلور نور لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو ٩٨ نورې منډې يې هم وکړې.

د چاى تر وقفې وروسته د ايرلينډ درې لوبغاړي ژر وسوځېدل، خو وروستيو دوو لوبغاړو ارزښتناکه ٥٠ منډې وکړې او افغانستان ته يې نسبتاً سخت هدف وټاکه، د ايرلينډ لوبډلې د ١٠ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٨٨ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري راشد خان په زړه پورې توپ اچونه کې د ايرلينډ پنځه لوبغاړي وسوځول، يمين احمدزي درې او وقار سلام خېل دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان پر ايرلينډ په لومړي اننګز يا پاڼۍ کې ١٤٦ منډې زياتې کړې، ددې تر منفي کولو وروسته ايرلينډ افغانستان ته د ١٤٧ منډو هدف ورکړ، دا چې د ورځې وروستۍ شېبې وې، افغان لوبغاړو احسان الله او شهزاد محمدي ډېره سسته او له احتياطه ډکه لوبه پيل کړه، خو په همدې احتياط کې شهزاد وسوځېد.

نن ددرېيمې ورځې تر پايه پورې افغانستان ٢٩ منډې کړې وې او يو لوبغاړى يې سوځېدلى و، د لوبې لا دوه ورځې پاتې دي او افغانستان ته د ګټلو لپاره ١١٨ منډې په کار دي.

تر دې مخکې ايرلينډ په لومړي اننګز يا پاڼۍ کې ١٧٢ او افغانستان ٣١٤ منډې جوړې کړې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.