ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د کندهار د نجونو ښوونځیو مدیریتونه او امریتونه باید ښځو ته وسپارل شي

والي: د کندهار د نجونو ښوونځیو مدیریتونه او امریتونه باید ښځو ته وسپارل شي

author avatar
17 Mar 2019 - 15:55
والي: د کندهار د نجونو ښوونځیو مدیریتونه او امریتونه باید ښځو ته وسپارل شي
author avatar
17 Mar 2019 - 15:55

کندهار (پژواک، ۲۶ کب ۹۷): د کندهار والي وايي، سر له ننه به د کندهار د نجونو د ټولو ښوونځیو مدیران او امران ښځې وي.

والي حیات الله حیات دغه څرګندونې د پوهنې ریاست له مسوولینو، د ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړی دغه ګام له هغه وروسته اخلي چې د کندهار ښار اوسېدونکو د نجونو ښوونځیو په مدیرتونو او امریتونو کې د سړیو له شتونه شکایت کاوه.

حیات وايي، سر له ننه به د کندهار د ټولو ښځینه ښوونځیو نارینه مدیران او امران لرې کېږي او پر ځای به یې ښځې مدیرانې او امرانې پر دندو ګومارل کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه ګام د خلکو په غوښتنه د دې لپاره اخلي چې د هغوی د لوڼو لپاره د زده کړې ښه او ارام چاپېریال برابر شي.

په کندهار کې د نجونو لپاره ۱۹ لېسې، پنځه لومړني، درې منځني ښوونځي او دوه مدرسې شته.

په دغو ښوونځیو کې ۱۹ مدیرانې او ۸۵۲ ښوونکې دندې ترسره کوي چې ټولټال ۸۳زره ۵۸۲ نجونې په کې پر زده کړو بوختې دي.

والي حيات الله حيات وايي، د کندهار د پوهنې بهیر د اصلاح لپاره ډېر کار کوي او هڅه کوي ټولو ستونزو ته یو په یو حل لارې ولټوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنې په برخه کې هېڅ راز فساد، خیانت، واسطه او نورې ناقانونه کړنې د منلو نه دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې پوهنه باید له سیاسته لرې وساتل شي او په دې برخه کې د هېچا مداخله نه مني.

د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون پژواک خبري اژانس ته وویل، د پوهنې ریاست د نجونو او هلکانو ګډو ښوونځیو د جلا والي چارې پيل کړې دي.

ده زیاته کړه، د دې لپاره چې نجونې په ډاډمن چاپېریال کې زده کړې وکړي او خلک وهڅول شي خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي، د نجونو په ښوونځیو کې ښځې مدیرانې او امرانې ګوماري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.