کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): د ولسمشر پخوانی سلاکار ډاکتر اکرم خپلواک وايي چې تل يې د يوې باعزته سولې لپاه کار کړى او له ولسمشره يې غوښتي چې د سولې لپاره پر لا ډېرې اجماع کار وکړي.
ډاکتر خپلواک چې د ولسمشر د سلاکار تر څنګ د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس هم و، يادې څرګندونې د کب په ٢٦مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې کړې دي.
هغه زياته کړې، افغانستان له خورا حساس پړاوه تېرېږي، سوله بايد د ټولو لومړيتوب وي.
ده ويلي: "د سولې د يوه لاروي په حيث مې شخصاً تل د يوې "باعزته" سولې لپاره کار کړی او دا پروسه مو د يوه ملي ارمان په حيث مخې ته وړې ده."
د نوموړي په وينا، اوس د دې وخت راغلی چې حکومت او ټول سياسيون د هېواد د لوړو ګټو لپاره سره متحد شي او سلا مشورې وکړي.
خپلواک ولسمشر اشرف غني ته مشوره ورکړې چې د سولې د مالکيت خپلولو لپاره دې پر لا ډېرې سياسي اجماع کار وکړي او د يوه ټولمنلي مذاکراتي پلاوي په رامنځته کولو به وکولی شي چې د سولې پروسې ته افغاني رنګ ورکړي.
د هغه په وينا، بين الافغاني ټول شموله ډيالوګ له اوسني حالت څخه د وتلو معقوله لاره ده.
د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني د سولې ١٢ کسيز مرکچي پلاوى ټاکلى و چې په ملي او نړيواله کچه پرې نيوکې وشوې، خو اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړى چې د مرکچي پلاوي کې بدلون راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن