د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"تېر ميلادي کال افغانستان کې څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي"

"تېر ميلادي کال افغانستان کې څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي"

Mar 17, 2019 - 18:52

مزارشريف ( پژواک، ۲۶کب  ۹۷): د "خط نو" څېړنيز بنسټ موندنې ښيي چې تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکې باندې مخدره توکي کرل شوي وو، چې څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي مواد ترې لاسته راغلي دي.

دې بنسټ د کب په ۲۶مه، مزار شريف ښار کې د کنفرانس له لارې خپل کلنى راپور له رسنيو سره شريک کړ.

د "خط نو"بنسټ مشر عبدالقادر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی هر کال افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد کچې، استعمال او تروريستي ډلو ته يې د ګټې په تړاو څېړنه کوي.

ده زياته کړه، تېر ميلادي کال افغانستان کې د نشه يي توکو کچه په بېساري ډول زياته شوې ده.

د هغه په خبره، په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د ټول افغانستان په کچه په ۲۰۱ هکتاره ځمکې باندې نشه يي توکي کرل شوي وو؛ خو په خبره يې دغه کچه په ۲۰۱۸ کال کې ۳۲۸زره هکتاره ځمکې ته ورسېده، چې مخدره توکي ورباندې کرل شوي وو.

نوموړى زياتوي، په ۲۰۱۷ کال کې د نشه يي توکو ډېری کروندې د طبيعي افاتو له امله له منځه لاړې، خو په ۲۰۱۸ کال کې دغه کروندې له طبيعي افاتو څخه په امان وې.

د مصباح په وينا، د تېر کال مخدره توکو له کروندو څخه څه باندې ۱۲زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي، چې ډېره لږ کچه يې دننه افغانستان کې استعمال شوي او پاتې نور يې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

دى وايي، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي په زنځيروي ډول د مزار شريف ښار په ګډون د افغانستان لويو ښارونو کې د نشه يي توکو روږدو ته دغه مواد رسوي.

د "خط نو"بنسټ مشر زياتوي، د نشه يي توکو توليد او قاچاق په افغانستان کې د دولت ضد وسله والو ډلو د مالي تمويل تر ټولو سترې سرچينې دي؛ که نشه يي توکي بند شي، ورسره به د ډېری وسله والو ډلو مالي سرچينې وچې شي.

د "خط نو"بنسټ موندنې دا هم په ډاګه کوي چې افغانستان کې ډېری دولت ضد وسله والې ډلې خلک د خپلو تبليغاتو له لارې هڅوي چې د نشه يي توکو کرکيلې ته مخه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((ډېری وسله وال ګروپونه تبليغ کوي او خلکو ته وايي چې د نشه يي توکو کرل په اسلام کې کومه ګناه نه لري او دوی يې بايد وکري)).

د هغه په وينا، د يادو ډلو په ورته څرګندونو خلک تشويقيږي چې نور هم په خپلو ځمکو کې د نشه يي توکو کرکيلې ته دوام ورکړي.

د بلخ د حج او اوقافو رياست د مساجدو څانګې مدير مولوي حميد الله عنايت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسلام سپېڅلي دين له نظره د نشه يي توکو کرکيله او استعمال په مطلق ډول حرام دي او په دې اړه په قران مجيد او نبوي احاديثو کې صريح احکام موجود دي.

نوموړي په ديني عالمانو هم غږ وکړ چې د جوماتونو له لارې د نشه يي توکو د زيانونو او حراموالي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

دغه ديني عالم له اړوندو دولتي ادارو هم غوښتنه وکړه چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

مدني فعال حيات الله جواد وايي، نشه يي توکي په نړيوال مارکېټ کې ګرم بازار لري او افغانستان په څېر ټولنې چې د قانون حاکميت پر وړاندې ډول ډول ستونزې لري، د يادو توکو د کرکيلې لپاره يې زمينه برابره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، د افغان حکومت له حاکميت نه بهر سيمو کې وسله وال مخالفين خلک مجبوري چې د نشه يي توکو کرکيلې او کاروبار ته مخه کړي.

جواد وايي چې نشه يي توکي په افغانستان کې د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی او له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې لومړی جګړه ختمه شي.

د ده په خبره، د جګړې له پای ته رسېدو سره به دولتي حاکميت پراخ شي او په ټولو هغو سيمو کې چې نشه يي توکو کرل کېږي او يا يې سترې کارخانې موجوددې دي، حکومت يې بيا پر وړاندې مبارزه کولای شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking