کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس او د ولسمشر ځانګړى استازى عمر داوودزی د سولې په تړاو د نورو هېوادونو هڅې ستايي، خو زياتوي چې په دې اړه خبرې بايد له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره کړي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمر داوودزي ايران ته د خپل سفر په دويمه ورځ په تهران کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو څېړنو د مرکز له خوا په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.
هغه زياته کړه چې په دې کې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو، څېړونکو او دواړو هېوادونو استازو ګډون کړي و.
د نوموړي په وينا، عمر داوودزي دې غونډې ته د افغانستان د سولې پروسې، روانو هڅو، د په دې برخه کې د سيمې د هېوادونو د نوښتو په اړه تفصيلي وينا وکړه.
طاهري وايي چې دغه راز په دې ناسته کې دا چې افغانستان د سولې په پروسه کې له ګاونډيانو، سيمه ييزو هېوادونو او نړۍ څخه څه غواړي، په تفصيل سره بحث وشو.
دى وايي، عمر داوودزي په خپله وينا د افغان سولې په تړاو د سيمې د هېوادونو نوښتونه ګټور وباله خو غوښتنه يې وکړه چې دا بايد د افغانستان له حکومت او سولې عالي شورا سره په همغږۍ ترسره او پر مخ يووړل شي.
د داوودزي په وينا، دا ځکه چې د سولې مشري، مالکيت او محوريت د افغان حکومت او خلکو په لاس کې دى.
هغه ويلي، ټول هېوادونه بايد خپلې ګټې، سوله او ثبات د افغانستان په سوله کې ولټوي او پر دې پوه شي چې د افغانستان جګړه د هېچا په ګټه نه ده.
د سولې عالي شورا وياند وويل چې دغه راز عمر داوودزي د دې ناستې د سولې د مشورتي جرګې په اړه هم بشپړ معلومات ورکړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن