د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کجکي-لښکرګاه ترمنځ د پايو او برېښنا مزو پروژه کې فساد شوى"

"د کجکي-لښکرګاه ترمنځ د پايو او برېښنا مزو پروژه کې فساد شوى"

Mar 17, 2019 - 17:15

لښکرګاه(پژواک، ۲۶ کب ۹۷): د هلمند مدني فعالانو او يو شمېر اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې وويل چې د کجکي-لښکرګاه ترمنځ د پايو او برېښنا مزو په پروژه کې فساد شوى او بايد د دې پروژې پلي کوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

څه موده وړاندې د ٤٥ ميليونه ډالرو په لګښت د کجکي-لښکرګاه د پايو نصبولو او برېښنا مزي د غځولو پروژه بشپړه شوه.

خو د دغه ولايت مدني فعالانو او يو شمېر اوسېدونکو د کب په ٢٦مه د يوه لاريون په ترڅ کې د دغې پروژې چارې له اختلاسه ډکې وبللې.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه د ګرمسېر مدني ټولنې مشر سلطان محمد نورزي وویل،کوم شرکت ته چې دا قرارداد ورکول شوی و، چارې يې په سمه توګه نه دي ترسره کړي، فساد يې په کې کړى دى.

هغه وايي:((په امتحاني ډول سره يې هم د برېښنا د لېږد ظرفیت نه درلوده، په یوه ورځ کې څو ځایه پرې شوې ده.))

دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالحق ځواکمن وویل چې پر دې پروژې له شلو ميليونو ډالرو ډېر نه دي لګول شوي.

هغه وايي: ((تر کومه چې موږ چک کړل، لينونه او پايې ټول غير معياري دي، نو په دې پروژه يې د ٤٥ ميليونو پرځاى ٢٠ ميليونه ډالر لګولي دي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي عبدالولي وويل چې په دغه پروژه کې ٤٠٣ پايې په نظر کې نيول شوې، خو دوى ٣٦١ پايې لګولې دي.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د دغې پروژې پلي کوونکي دي، عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

په دې اړه د هلمند والي محمد ياسين خان هم وويل چې دغه پروژه له تړون سره نه ده ترسره شوې.

هغه وويل: ((قرارداد ورسره شوى و چې لين بايد د ١٥٠ ميګاواټه برېښنا د لېږد توان ولري، خو دغه لين د ٣٠ ميګاواټه برېښنا د لېږد ظرفيت هم نه لري، ترڅو چې هرڅه له قرارداد سره نه وي ترسره شوي موږ يې تسليمي نه اخلو.))

والي ژمنه وکړه چې په دغه پروژه کې اختلاس کوونکي به عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.

دغه راز د هلمند د برېښنا رييس نصرت الله قانع وويل چې د دغې پروژې تړون امريکايانو له يوه شرکت سره لاس ليک کړى دى.

ده هم وويل چې په دغه پروژه کې فساد شوى، بايد د دغې ستونزې د حل لپاره ټول يوځاى هلې ځلې وکړي.

بل لورته لاريون کوونکو دا هم ويل چې که دغه موضوع ژر حل نه شي دوى به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement