ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کجکي-لښکرګاه ترمنځ د پايو او برېښنا مزو پروژه کې فساد شوى”

“د کجکي-لښکرګاه ترمنځ د پايو او برېښنا مزو پروژه کې فساد شوى”

author avatar
17 Mar 2019 - 17:15
“د کجکي-لښکرګاه ترمنځ د پايو او برېښنا مزو پروژه کې فساد شوى”
author avatar
17 Mar 2019 - 17:15

لښکرګاه(پژواک، ۲۶ کب ۹۷): د هلمند مدني فعالانو او يو شمېر اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې وويل چې د کجکي-لښکرګاه ترمنځ د پايو او برېښنا مزو په پروژه کې فساد شوى او بايد د دې پروژې پلي کوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

څه موده وړاندې د ٤٥ ميليونه ډالرو په لګښت د کجکي-لښکرګاه د پايو نصبولو او برېښنا مزي د غځولو پروژه بشپړه شوه.

خو د دغه ولايت مدني فعالانو او يو شمېر اوسېدونکو د کب په ٢٦مه د يوه لاريون په ترڅ کې د دغې پروژې چارې له اختلاسه ډکې وبللې.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه د ګرمسېر مدني ټولنې مشر سلطان محمد نورزي وویل،کوم شرکت ته چې دا قرارداد ورکول شوی و، چارې يې په سمه توګه نه دي ترسره کړي، فساد يې په کې کړى دى.

هغه وايي:((په امتحاني ډول سره يې هم د برېښنا د لېږد ظرفیت نه درلوده، په یوه ورځ کې څو ځایه پرې شوې ده.))

دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالحق ځواکمن وویل چې پر دې پروژې له شلو ميليونو ډالرو ډېر نه دي لګول شوي.

هغه وايي: ((تر کومه چې موږ چک کړل، لينونه او پايې ټول غير معياري دي، نو په دې پروژه يې د ٤٥ ميليونو پرځاى ٢٠ ميليونه ډالر لګولي دي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي عبدالولي وويل چې په دغه پروژه کې ٤٠٣ پايې په نظر کې نيول شوې، خو دوى ٣٦١ پايې لګولې دي.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د دغې پروژې پلي کوونکي دي، عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

په دې اړه د هلمند والي محمد ياسين خان هم وويل چې دغه پروژه له تړون سره نه ده ترسره شوې.

هغه وويل: ((قرارداد ورسره شوى و چې لين بايد د ١٥٠ ميګاواټه برېښنا د لېږد توان ولري، خو دغه لين د ٣٠ ميګاواټه برېښنا د لېږد ظرفيت هم نه لري، ترڅو چې هرڅه له قرارداد سره نه وي ترسره شوي موږ يې تسليمي نه اخلو.))

والي ژمنه وکړه چې په دغه پروژه کې اختلاس کوونکي به عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.