ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون له جوړېدو یو کال وروسته هم نه دی پرانیستل شوی

د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون له جوړېدو یو کال وروسته هم نه دی پرانیستل شوی

author avatar
17 Mar 2019 - 11:08
د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون له جوړېدو یو کال وروسته هم نه دی پرانیستل شوی
author avatar
17 Mar 2019 - 11:08

کندهار (پژواک، ٢٦ کب ۹۷): په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون له جوړېدو یو کال تېرېږي خو  لا هم پرانیستل شوی نه دی.

دغه روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې پر ۱۷۳ جریبه ځمکه د عامې روغتیا وزارت د ۵۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

ټاکل شوې وه دغه روغتون یو کال مخکې فعالیت پيل کړی وای خو د ځینو ستونزو له امله یې د پرانیستنې او فعالولو چارې ځنډېدلې دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر موسی جان سلطاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی تمه هم دا وه چې دغه روغتون یو کال مخکې خدمات پیل کړي وای، خو د ځینو ستونزو له امله ځنډېدلي دي.

هغه زیاته کړه، د دغه روغتون د فعالولو، پر سامالان الاتو د سمبالولو چارې د وزارت په لاس کې دي او دوی تر ډېره خپله مسوولیتونه ترسره کړي دي.

دی وايي، د دغه روغتون د تجهیزاتو او سامان الاتو لپاره مرکزي ادارې ۱۶ میلیونه افغانۍ منظورې کړې وې چې د تدارکاتي ستونزو له امله ناوخته ورسېدلې خو بیا هم یوه اندازه د اړتیا وړ طبي وسایل، چپرکټونه او سامان الات ورته اخیستل شوي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د دغه روغتون د خدماتو د پیلولو لپاره ولسمشر ۷۶۵ میلیونه افغانۍ بودیجه هم ځانګړې کړې چې ولسي جرګه یې باید تصویب کړي، خو له بده مرغه چې په ولسي جرګه کې د کندهار استازو په دې برخه کې هیڅ همکاري نه ده کړې او دغه موضوع همداسې پاتې ده.

سلطاني وايي، دغه نوی جوړ شوی روغتون ځان ته ځانګړی ریاست هم لري چې اړوندې چارې مخ ته یوسي او نیمګړتیاوې حل کړي.

د دغه روغتون مشر ډاکتر محمد هاشم الکوزی وايي، پلان لري تر راتلونکو دوو اوونیو دغه روغتون پرانیزي خو سمدستي به یې ۳۵ بسترونه فعال وي او تر راتلونکو څلورو کلونو به ۳۵۰ بسترو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، د هر کال په پيل کې ستونزې وي او کرار کرار به حلېږي.

دی وايي، هڅه کوي چې دغه روغتون غوره خدمات وړاندې کړي، دلته به هغه روغتیايي کېسونه او عملیات کېږي چې د کندهار په نورو روغتونونو کې نه شي کېدای.

د دغه روغتون د یوازې ۳۵ بسترونو د فعالولو خبره داسې مهال کېږي چې په دغه ولایت کې میرویس روغتون د حوزې په کچه فعالیت کوي چې د پنځو ولایتونو د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ټرافيکي پېښو ټپيان هم ورته راوړل کېږي او په يوه وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسيدګي نه شي کولای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.