لښکرګاه (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د چسپکي ماين چاودنه کې د ملي امنيت يو قوماندان وژل شوى او درې نور کارکوونکي يې ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې په تورټانګ سيمه کې د ملي امنيت د کارکوونکو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د ملي امنيت يو کارکوونکی وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان وايي چې په دې پېښه کې د ملي امنيت يو قوماندان قدرت الله مجاهد وژل شوى دى.
ده زياته کړه: ((قوماندان قدرت الله مجاهد د خاورې او ملت يو غښتلی ساتونکی او پالونکی و چې ياد به يې تل پاتې وي او دښمن دې پر دې وپوهېږي چې د قوماندان قدرت لارويان سرتېري به د هغو پاتو او نيمګړو هيلو ته ځانونه ورسوي او هېڅ کله به ماتې او شاتګ ونه مني.))
همدارنګه په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکي هم وايي چې له يادې پېښې دوى ته درې ټپيان انتقال شوي دي.
بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې پېښه کې قوماندان قدرت الله او يو ساتونکى يې وژل شوي او درې نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن