د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

والي: د کندهار د نجونو ښوونځیو مدیریتونه او امریتونه باید ښځو ته وسپارل شي

والي: د کندهار د نجونو ښوونځیو مدیریتونه او امریتونه باید ښځو ته وسپارل شي

Mar 17, 2019 - 15:55

کندهار (پژواک، ۲۶ کب ۹۷): د کندهار والي وايي، سر له ننه به د کندهار د نجونو د ټولو ښوونځیو مدیران او امران ښځې وي.

والي حیات الله حیات دغه څرګندونې د پوهنې ریاست له مسوولینو، د ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړی دغه ګام له هغه وروسته اخلي چې د کندهار ښار اوسېدونکو د نجونو ښوونځیو په مدیرتونو او امریتونو کې د سړیو له شتونه شکایت کاوه.

حیات وايي، سر له ننه به د کندهار د ټولو ښځینه ښوونځیو نارینه مدیران او امران لرې کېږي او پر ځای به یې ښځې مدیرانې او امرانې پر دندو ګومارل کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه ګام د خلکو په غوښتنه د دې لپاره اخلي چې د هغوی د لوڼو لپاره د زده کړې ښه او ارام چاپېریال برابر شي.

په کندهار کې د نجونو لپاره ۱۹ لېسې، پنځه لومړني، درې منځني ښوونځي او دوه مدرسې شته.

په دغو ښوونځیو کې ۱۹ مدیرانې او ۸۵۲ ښوونکې دندې ترسره کوي چې ټولټال ۸۳زره ۵۸۲ نجونې په کې پر زده کړو بوختې دي.

والي حيات الله حيات وايي، د کندهار د پوهنې بهیر د اصلاح لپاره ډېر کار کوي او هڅه کوي ټولو ستونزو ته یو په یو حل لارې ولټوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنې په برخه کې هېڅ راز فساد، خیانت، واسطه او نورې ناقانونه کړنې د منلو نه دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې پوهنه باید له سیاسته لرې وساتل شي او په دې برخه کې د هېچا مداخله نه مني.

د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون پژواک خبري اژانس ته وویل، د پوهنې ریاست د نجونو او هلکانو ګډو ښوونځیو د جلا والي چارې پيل کړې دي.

ده زیاته کړه، د دې لپاره چې نجونې په ډاډمن چاپېریال کې زده کړې وکړي او خلک وهڅول شي خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي، د نجونو په ښوونځیو کې ښځې مدیرانې او امرانې ګوماري.

پيوستون دغه راز یادونه وکړه چې د پوهنې د بهیر اړوند یو لړ ستونزې یې هم د حل په موخه له والي سره شریکې کړې دي.

ده وویل، په کندهار ښار او ولسوالیو کې ټول ۳۷۵ ښوونځي پرانیستي خو په لرو پرتو سیمو کې لا هم ۹۸ ښوونځي د یو لړ ستونزو له امله تړلي دي.

د ده په خبره، د ودانیو خراب حالت، د تدریسي کتابونو کمښت، د ښوونکو د تشکیل کموالی، د حق الزحمه ښوونکو د معاش پر وخت نه ورکړه او د ښوونکو لپاره د سرپناه نشتوالی د پوهنې د بهیر عمده ستونزې دي.

د کندهار اوسېدونکي د ولایتي ادارې د دغه ګام هرکلی کوي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محمد حکیم الفت وايي، د نجونو ښوونځیو کې د ښځو مدیرانو او امرانو ګومارل پر ځای ګام دی چې باید پخوا لا اخیستل شوی وای.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایتي ادارې دغه ګام به په ښوونځيو کې د نجونو د شمېر د ډېروالي سبب شي؛ ځکه ډېرې کورنۍ نه حاضرېدې چې خپلې لوڼې هغو ښوونځیو ته واستوي چې مدیران او امران یې سړي وي.

د کندهار یوه ښوونکې شفیقه هم دا پر ځای ګام ګڼي او وايي، دا هم د نجونو او هم د ښوونکو لپاره ښه پرېکړه ده.

دا وايي، په دې توګه د دواړو لورو لپاره مناسب او ډاډمن چاپېريال رامنځته کېږي څو د پوهنې بهیر په ډېره ښه توګه مخ ته یوسي.

په دغسې یوه ټولنه کې چې کورنۍ خپلې لوڼې تر بالغېدو وروسته زده کړو ته نه پرېږدي او په نیمايي کې یې له زده کړو راګرځوي، دې او ورته نورو ګامونو اخیستلو ته اړتیا ده.

څه موده وړاندې د پوهنې ریاست چارواکو ویلي وو چې په کندهار کې هر کال شاوخوا ۱۳زره نجونې ښوونځیو ته شاملېږي خو ډېرې یې د بېلابېلو ستونزو له امله په نیمايي کې خپلې زده کړې پرېږدي او له همدې امله هر کال ډېرې کمې نجونې له دوولسمو ټولګیو فارغېږي.

دغه ستونزه په ټولنه کې د شته ناسمو رواجونو او دودیزو ستونزو له امله ده چې ډېرې کورنۍ نجونې له بالغېدو وروسته ښوونځیو ته نه لېږي او په نیمايي کې پرې زده کړې پرېږدي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement