پلخمري (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې پر یوه ملکي موټر چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې د يوه ماشوم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د پلخمري په بازار کې د ملکي وګړو په یوه کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه وکړه.
هغه وايي چې په دې چاودونه کې د يوه ماشوم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.
دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالحليم غفاري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وويل چې د درېيو کسانو روغتيايي حالت ښه دى خو د ماشوم روغتيايي وضعيت ښه نه دى؛ ځکه دواړه پښې يې پرې شوې دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن