ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې ۳۴ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فاریاب کې ۳۴ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Mar 2019 - 13:34
په فاریاب کې ۳۴ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Mar 2019 - 13:34

میمنه (پژواک، ۲۶ کب ۹۷): د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د درېیو پوستو پر سقوط کېدو سربېره ۲۲ امنیتي سرتېري وژل شوي، ١٣ ټپیان او درې نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

د قیصار ولسوال رحمت الله قیصاري پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دې ولسوالۍ په «ارکلیک» سیمه کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې ۳۴ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي په ډاګه کړه چې په دې نښته د ملي اردو ۱۶ سرتېري، پنځه ولسي پاڅون کوونکي او یو ملي ‎پولیس وژل شوي او د ملي اردو د ۷ سرتېرو، پنځو ولسي پاڅون کوونکو او يوه ملي پولیس په ګډون ۱۳ کسان ټپیان او درې وسله والو طالبانو ژوندي نیولي دي.

د هغه په خبره، په دې څو ساعته جګړه کې د درېیو امنیتي پوستو پر سقوط سربېره یو ټانک تخریب او یو ټانک طالبانو ته په لاس ورغلی دی.

هغه دغه راز وویل، د دې جګړې په ترڅ کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

د فاریاب ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي په قیصار ولسوالۍ کې د تېرې شپې برید خونړۍ وباله او حکومت یې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د دوی د مرګ ژوبلې د مخنیوي پر وړاندې پر بې کفایتۍ او نه پاملرنې تورن کړ.

هغه ادعا وکړه چې د ارکلیک سیمې د تېرې شپې په برید کې ۵۰ سرتېري وژل شوي، ټپیان او ورک دي.

یوې امنیتي سرچینې چې نه غوښتل نوم یې خپور شي وویل، د امنیتي ځواکونو جسدونه اوس هم د جګړې په ساحه کې پراته دي، نن سهار سیمې ته یو شمېر سرتېري لېږل شوي، جګړه روانه ده، دوو ماینونو چاودنه کړې چې له امله یې د ملي اردو یو ټانک ویجاړ، دوه سرتېري وژل شوي او د یوه ملي پولیس په ګډون څلور سرتېري ټپیان دي.

د طالبانو یوه مهم مسوول پژواک ته وویل، د دوی د تېرې شپې په برید کې ۲۲ دولتي سرتېري وژل شوي، ۱۷ ټپیان او څلور یې ژوندي نیولي دي، یوه ټانک او ۲۳ میله بېلابېلې وسلې یې هم لاس ته ورغلې دي.

د ده په خبره چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی او یو بل ټپي دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.