غزني ښار (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): د غزني حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په تېرو څلورو مياشتو کې په دغه ولايت کې دوه سوه هوايي بريدونه ترسره شوي چې په ترڅ کې يې د ٣٠ قوماندانانو په ګډون څلور سوه طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په ٢٦مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو د غزني په مرکز او ولسواليو کې دوه سوه هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو هوايي بريدونو په ترڅ کې د ٣٠ قوماندانانو په ګډون څلور سوه طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
د نوري د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې يو شمېر پاکستانيان هم شامل دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو بريدونو په ترڅ کې اووه ملکي وګړي هم وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
خو بل لور ته د غزني اوسېدونکي وايي چې د هوايي بريدونو پر مهال ډېرى وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو سيمې اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې ډېرى وخت په ځمکني او هوايي عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې نور د زغم وړ نه دي.
ده د بېلګې په توګه وويل: ((دوه مياشتې وړاندې زموږ په کلي حکومتي ځواکونو چاپه واچوله، يو کس ترې منډه کړه، کومانډو ځواکونو پرې ډزې وکړې او سړی يې مړ کړ.))
دغه راز د اندړو ولسوالۍ د لېوانو سيمې اوسېدونکي اخترمحمد پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې د دوى په سيمه کې هوايي بريد وشو چې په ترڅ کې يې ١٢ ملکي وګړي و وژل شول.
هغه: ((طالبان له لرې معلومېږي، دوى بايد په عملياتو کې له احتياطه کار واخلي، که همدغسې ملکي وګړي مړه کړي نو ډېر ژر به د دولت او خلکو ترمنځ واټن ډېر شي.))
بل لور ته طالبان بيا د غزني د چارواکو څرګندونې په کلکه ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې د حکومت او بهرنيانو ټول عمليات ناکام وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن