ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانان داسې سوله نه غواړي چې تر شا یې یو بل لوی جنګ پټ وي”

“افغانان داسې سوله نه غواړي چې تر شا یې یو بل لوی جنګ پټ وي”

author avatar
18 Mar 2019 - 20:27
“افغانان داسې سوله نه غواړي چې تر شا یې یو بل لوی جنګ پټ وي”
author avatar
18 Mar 2019 - 20:27

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۷): د کندهار خلک وايي، هغه سوله نه غواړي چې تر شا یې یو بل لوی جنګ پټ وي.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې نن مازدیګر د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حمد الله محب د وروستیو څرګندونو په ملاتړ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې په سلګونو دیني عالمانو، مخورو، ځوانانو، مدني فعالانو، فرهنګیانو او ښځینه فعالانو ګډون کړی وو.

د کندهار فرهنګي او سیاسي فعال محمد یار یار وویل، د افغانستان خلک داسې سوله نه غواړي چې تر شا یې یوه بله لویه جګړه پټه وي.

هغه زیاته کړه، که څه هم په دې وروستیو کې په هېواد کې د سولې په تړاو هڅې پيل شوي، خو حکومت او ولس په کې دخیل نه دي.

د ده په خبره، طالبان، د افغانستان حکومت او امریکا د سولې د خبرو طرفونه دي، که یو هم په دغو خبرو کې دخیل نه وي، نو بې پایلې به وي.

دی وايي، د سولې په تړاو وروستیو هڅو ته په کتو تل پردیو د افغانستان پر جګړې پانګونه کړې او پر سولې هم هغوی پانګونه کوي او هڅه کوي یواځې خپلې ګټې خوندي کړي.

ده وویل، د دې هېواد ازلي دښمنان چې تل یې د افغانانو د وینو پر تویو پانګونه کړې، د سولې وروستیو خبرو ته خوشحاله دي، دا په دې معنا ده چې دغسې سوله د دوی په ګټه او زموږ په زیان ده.

هغه د حمدالله محب د وروستیو څرګندونو په تړاو د امریکا متحده ایالات مخاطب کړل او زیاته یې کړه: ((د امریکا متحده ایالاتو ته به د بشر د حقونو هغه شعار ور یاد کړو چې تر بل هر چا یې دوی ډېر دعوه کوي، په دغو حقونو کې کې یو حق د بیان ازادي ده، خو کله چې زه وایم، ما د سولې په خبرو کې دخیل کړه، نو هغوی عکس العمل ښيي او خوله مو بندوي.))

دی وايي: ((ډېره هېښوونکې ده چې زما لپاره سوله غواړې، خو ما نه در ګډوې او نه مې خبروې.))

خو ده یادونه وکړه چې افغانان تر بل هر وخت اوس ويښ شوي او نور نه تېر وځي او په دې لړ کې چې حمد الله محب کومه خبره کوي، نو د یوه باحیثیته ملت او حکومت استازولي کوي.

نوموړي پر سیاسیونو او په خپله پر طالبانو هم غږ وکړ چې د افغانستان ګټې په نظر کې ونیسي، نه د پردیو ګټې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.