ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین په کندوز او غزني کې د ۱۴ طالبانو وژل کېدو خبر ورکوي

امنیتي مسوولین په کندوز او غزني کې د ۱۴ طالبانو وژل کېدو خبر ورکوي

author avatar
18 Mar 2019 - 11:30
امنیتي مسوولین په کندوز او غزني کې د ۱۴ طالبانو وژل کېدو خبر ورکوي
author avatar
18 Mar 2019 - 11:30

کندوز- غزني (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): امنيتي مسوولين وايي چې په کندوز او غزني ولايتونو کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د عامه اړيکو امر جګړن محمد حنيف رضايي د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه قرارګاه عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان دي او د طالبانو د يوه قوماندان ملا محمد يوسف په ګډون اته تنه نور نيول شوي دي.

ده زياته کړه: ((په دغو عملياتو کې د طالبانو هغه قرارګاه هم له منځه تللې چې له تېرو ١١ کلونو راهيسې يې د سوق او ادارې مرکز و.))

د رضايي په وينا، د يادو عملياتو پر مهال دوه بورۍ چاودېدونکي توکي، ٣٠ ماينونه، يوه پيکا، ٣٥٠٠ مرمۍ او يوه اندازه نور مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز په چهاردرې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((شل شکمن کسان يې هم نيولي وو، ځيني يې بېرته خوشي کړل او ځيني یې له ځان سره بيولي دي.))

خو بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځوکونو په چهاردرې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې ده.

دى وايي چې د دې چاپې پر مهال درې ملکي وګړي وژل شوي، څلور ټپيان شوي او اته نور یې له ځان سره بيولي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني هم طالبان وژل شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د عامه اړيکو امر ډګرمن محمد فاروق پژواک ته وويل چې تېره شپه د غزني د قره باغ ولسوالۍ په ميدانک او نهال خان سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې درې طالبان وژل شوي، خو امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.