ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په پکتیا کې دې رغنيزې پروژې د کال له سره پيل شي

خلک: په پکتیا کې دې رغنيزې پروژې د کال له سره پيل شي

author avatar
18 Mar 2019 - 15:30
خلک: په پکتیا کې دې رغنيزې پروژې د کال له سره پيل شي
author avatar
18 Mar 2019 - 15:30

ګردېز (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): د پکتيا ولايت اوسېدونکي نيوکه کوي چې په تېر او نورو کلونو کې په دغه ولايت کې رغنيز کارونه او پروژې په ځنډ پيل شوې او بيا د هوا د سړېدو له امله يې چارې په نيمايي کې پاتې وي.

دوی وايي، دا چې پکتيا سوړ ولايت دی او اوږد ژمی لري، نو بايد رغنيز کارونه په کې د کال له سره پيل شي، څو پر وخت او سم ډول پای ته ورسېږي.

په دې اړه د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر وخت د پروژو سرته رسېدو لپاره بايد په کاري موسم کې د شپې او ورځې له مخې کار وشي.

قادري د رغنيزو چارو په ځنډ د پيل تر څنګ د پروژو پر کيفيت هم نيوکه کوي او وايي چې داسې پروژې بېرته ډېر ژر له منځه ځي.

نوموړی وايي: ((هر کال هسې يې پر نوم خلک غلطوي، پروژه افتتاح کېږي او بيا پر هغې ژمی راځي او پروژې ناقصې پاتې کېږي، د سړې هوا ضد مواد نه په کې اچول کېږي او کيفيت يې له منځه ځي، له داسې پروژې نه چې هېڅ پروژه ونه شي، موږ لپاره بهتره ده.))

په ورته وخت کې قومي مشر ظاهر اورياخېل پر مرکزي ادارو نيوکه کوي چې تر اوسه يې د ولايتونو هوا ته په کتو د پروژو او کارونو په تنظيم او پيل کې پاتې راغلي، خو په خبره يې په نوي کال کې بايد په دې برخه کې عملي اقدام وشي.

اورياخېل پژواک ته وويل: ((پکتيا ټولو ته معلومه ده چې سوړ ولايت دی، دلته څلور، پنځه مياشتې واورې او بارانونه وي او چې کومې پروژې راځي، هغه واقعاً د کال په نيمايي کې شروع کېږي چې کارونه يې بيا نيمګړي پاتې شي، نه خلکو ته خدمت وشي او نه کار.))

دغه راز د پکتيا بل اوسېدونکى حميد ستانکزی په دغه ولايت کې د کال له پيله د کارونو پيل اساسي بولي او ټينګار کوي چې د پروژو د پايښت لپاره بايد د انجينري له نورمونو او سټنډرډونو سره سم کار وشي.

ستانکزي وويل: ((له چارواکو مو دا غوښتنه ده چې پروژې پر خپل وخت کې تطبيق کړي، يانې له مخکې بايد منظوره شوې وي او له نوي کال سره سم يې عملي کارونه شروع شي. په تېر کې داسې شوي چې پروژه ناوخته راغلې چې يا نيمګړې پاتې شوې او داسې هم شوي چې هغه پروژه بېخي مسترده شوې ده.))

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی زاهد ځلاند هم له دولتي ادارو غواړي چې پکتيا ته له مخکې بودجه او تخصيصونه ورکړي، څو د وري مياشتې له سره يې د کارونو په پيل کې خنډ نه وي.

ځلاند وايي: ((بايد پکتيا ته پر خپل وخت بودجه ورکړل شي او ولايتي ادارو ته په وخت خپل تخصيصونه ورسېږي، نو ادارې کولای شي د حمل مياشتې په سر کې خپل کار شروع او مخې ته بوځي.))

بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم د کارونو ناوخته پيل د چارو پر وړاندې ستونزه بولي، خو وايي همدې ته په کتو يې ځينې پروژې له مخکې تنظيم او افتتاح کړې او په راتلونکو څو ورځو کې به يې کارونه پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.