ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لویې پکتيا د منځګړيتوب جرګه: د سولې منځګړيتوب لپاره دې واک راکړل شي

د لویې پکتيا د منځګړيتوب جرګه: د سولې منځګړيتوب لپاره دې واک راکړل شي

author avatar
18 Mar 2019 - 19:49
د لویې پکتيا د منځګړيتوب جرګه: د سولې منځګړيتوب لپاره دې واک راکړل شي
author avatar
18 Mar 2019 - 19:49

ګردېز (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون ګڼ مشران وايي، چمتو دي د سولې لپاره د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ منځګړيتوب وکړي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د دې چارې لپاره صلاحيتونه ورکړي او پر طالبانو هم غږ کوي چې د سولې خبرو لپاره نرمي وښيي.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته قومي مشر خواني جهاني وويل چې د پکتيا مشرانو په تېر کې هم لويې شخړې او مسئلې د مرکې او جرګې له لارې حل کړې او اوس هم کولای شي د اسانتياوو په برابرېدو د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ منځګړيتوب وکړي.

ده زياته کړه: ((دا خبره ان شاءالله د زون په سطحه او بين الافغاني کوو. موږ به ان شاءالله د هېواد په شمال کې، په ننګرهار او کندهار کې لويې غونډې ولرو، په دې ډول دواړه خواوې سره نږدې کوو، د منځګړيتوب په لاره کې خنډونه له منځه وړو او ان شاءالله د حل لاره ورته پيدا کولی شو.))

د خوست قومي مشر منير ځدراڼ وويل، د سولې يواځينۍ او اغېزناکه لار د افغانانو خپلمنځۍ خبرې دي او له وسله والو طالبانو غواړي چې سولې ته د رښتيني نيت ښودلو لپاره دې د بهرنيانو پر ځای له افغانانو سره خبرو ته کېني.

دى زياتوي: ((پر طالب غږ کوو چې که دې وطن کې رښتيا سوله راولې، بين الافغاني سولې ته دې غاړه کېږده، افغانانو سره کېنه، پر حکومت هم زموږ هم دا غږ دی.))

د پکتيکا ولايت قومي مشر حاجي امير د سولې لپاره اوربند لازمي بولي او وايي چې د حکومت په څېر دې وسله وال طالبان هم د سولې لپاره نرمي وښيي.

ده وويل: ((لومړی بايد په اوربند ټينګار وشي؛ ځکه چې اوربند نه وي، سوله نه کېږي؛ جګړه، جګړه ده که د دوه نفرو په مابين کې وي، که د کلي او مملکت په سطحه وي.))

قومي مخور او د پکتيا د سولې ولايتي کمېټې پخوانی مشر جنت خان منګل په نظامي عملياتو کې د ملکي خلکو د مرګ، ژوبلې د مخنيوي غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې بهرني ځواکونه دې د مهال وېش له مخې افغانستان نور پريږدي.

هغه زياته کړه :((د حکومت او متحدينو څخه مو جدي غوښتنه ده چې د خپلسرو او شپنيو عملياتو او چاپو څخه مخنيوی وکړي، څو د بې ګناه خلکو د مرګ، ژوبلې مخه ونيول شي.))

قومي مشران وايي چې وسله وال طالبان بايد د افغانانو په توګه خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته لومړيتوب ورکړي او د خلکو غوښتنې ته په کتو د سولې مستقيمې خبرې پيل کړي.

په قطر کې د امريکا او طالب استازو د وروستيو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د دې مرموزو خبرو په اړه پر زلمي خليلزاد نيوکه وکړه او ويې ويل چې نوموړی هڅه کوي په دې خبرو کې حکومت څنډې ته وساتي چې ښې او منلې پايلې به ونه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.