ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل خلکو د مهسا د قاتلینو د اعدام غوښتنه وکړه

د کابل خلکو د مهسا د قاتلینو د اعدام غوښتنه وکړه

author avatar
18 Mar 2019 - 15:02
د کابل خلکو د مهسا د قاتلینو د اعدام غوښتنه وکړه
author avatar
18 Mar 2019 - 15:02

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۷): د کابل ښار د یوولسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو او د «مهسا» خپلوانو د دې ماشومې د قاتلینو پر اعدام د ټینګار تر څنګ ګواښ وکړ چې که حکومت په دې برخه کې لټي وکړي د یادې کورنۍ غړي به ځانونه وسوځوي.

شپږ کلنه مهسا د تېرې اوونۍ د یکشنبې ورځ «د کب ۱۹مه» د کابل ښار د یوولسمې حوزې په اړوند سیمه کې اختطاف او یوه ورځ وروسته یې جسد پیدا شو او پولیسو یې د وژلو په تور دوه کسان ونیول.

د کابل ښار د خیرخانې د ۳۱۵ سیمې شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکو، مدني فعالانو او د مهسا د کورنۍ غړو د یادې ماشومې د اختطاف له سیمې شاوخوا ۱۰۰ متره لرې راټول شول او د مهسا د قاتلینو د اعدام غوښتنه یې وکړه.

اعتراض کوونکو ګواښ وکړ چې که دې قضیې ته رسېدنه ونه شي، دوی به پراخ او سراسري لاریونونه پیل کړي.

د مهسار پلار مرتضی احمدي له حکومته وغوښتل چې د لور قاتلین یې اعدام کړي څو نورو انسان تښتوونکو او مجرمانو ته د عبرت درس شي.

هغه وویل: ((که حکومت د مهسا قاتلین اعدام نه کړي، زه، ښځه او درې ماشومان مې پر ځان پټرول اچوو او ځان سوځوو.))

د حکومت د اجرائیه ریاست د خلکو د انسجام مشاور نصیراحمد کوهبندي چې په اعتراض کې یې ګډون درلود وویل، د مهسا قاتلین باید په عام محضر کې اعدام شي، څو په راتلونکي کې هېڅوک د دې ډول کړنو جرئت ونه کړي.

هغه روښانه کړه: ((موږ له خپلې غوښتنې چې د مهسا د قاتلینو اعدام دی، نه په شا کېږو، که زموږ او هېوادوالو مشروع غوښتنې ته رسېدنه ونه شي د کابل ښار ټول واټونه به بند کړو.))

جنرال صدرالدین فخري د تېرو وژنو د عاملینو په نه مجازات نیوکه وکړه او ویې ویل، د دغه ډول قضیو عاملینو ته د جزا د نه ورکولو له امله په هېواد کې د اختطاف او وژنو پېښې زیاتې شوې دي.

د کابل ولایتي شورا پخواني رییس حاجي نثارالدین بریالي د وژنو او انسان تښتونو د پېښو د غندنې تر څنګ وویل: ((د مهسا د اختطاف عاملین نیول شوي او خپل جرم یې منلی دی، حکومت څه ته انتظار باسي، باید اعدام یې کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.