ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Mar 2019 - 15:54
ننګرهار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Mar 2019 - 15:54

جلال اباد (پژواک، ۲۷ کب ۹۷): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال درې ملکي وګړي او د يوه قوماندان په ګډون درې طالبان وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، عمليات تېره شپه د ملي امنيت اړوند د ۰۲ په نوم د ځانګړې قطعى ځواکونو کړي چې يو ملکي وګړی په کې ټپي شوی هم دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د نکړخېلو په رييس خېل سيمه کې عملیات کړي دي.

دی زياتوي د عملياتو پر مهال د طالبانو د يو ځايي قوماندان زيارت ګل مشهور په پهلوان په ګډون درې طالبان وژل شوي او د وسلو او مهماتو يوه ډېپو يې له منځه وړل شوي دی.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې وسله والو د خلکو له کورونو ګټه اخيستې او پر امنیتي سرتېرو يې له هماغه ځايه ډزې کړې چې د ځوابي بريد په پايله کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي چې په عملياتو کې يو ملکي وګړی ټپي شوی هم دی او پنځه مشکوک کسان یې له وسله والو سره د اړيکو په تور له ځانه سره وړي دي.

د سيمې يو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، په پېښه کې د وژل شوو له ډلې دوه يې ۶۵ کلن سړي او يو هم ۱۲ کلن ماشوم دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې عملياتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور یادو ځواکونو له ځان سره وړي دي.

د يادولو ده، په دې وروستيو کې په ختيځ کې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار په حصارک او د لغمان په بادپښ ولسواليو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.